طالبانو پر کندوز ښار له څو خواوو حملې پیل کړي
تاند- وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه د کندوز ښار پر شاوخوا حملې پیل کړي چې لا هم روانې دي.
د کندوز د ولایتي شورا ريیس محمد یوسف ایوبي نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، طالبانو د تېرې شپې له شاوخوا ۱۲ بجو راهیسې پر کندوز ښار له څو خواوو حملې پیل کړي او تراوسه پورې لږترلږه ۶ تنه پکې وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل دي.
ایوبي همداراز وویل چې سلګونه تنه د ښار له څنډو تښتېدلي او د درنو وسلو او چاودنو ږغونه په ښار کې اورېدل کېږي.
کندوز په تېرو څو کلونو کې دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلی چې له کبله یې د دې ښار لسګونه زره اوسېدونکي بې ځایه شوي، سلګونه دوکانونه او کورونه یې ویجاړ شوي او تاسیساتو ته یې سخت تاوانونه اوښتي دي.
نظرات بسته شده است.