طالبانو پاکستان ته ویلي چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي

 
تاند- یوه پاکستاني رسنۍ وايي، افغان طالبانو ورته رسماً ویلي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي خو حاضر دي چې له امریکا سره خبرو ته کښېني.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دوو طالب مشرانو د دوشنبې په ورځ ورته ویلي چې دوی له افغانستان سره خبرې نه کوي.

ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې پرون یوه طالب مشر د وټس اپ له لارې ورته وویل«زه دا تاییدولی شم چې موږ رسماً پاکستان ته ویلي چې د کابل له ادارې سره خبرې نه کوو ځکه چې موږ هغه (د کابل اداره) د جګړې لوری نه ګڼو. موږ د کابل له حکومت سره په قدرت کې د شراکت هڅه نه کوو؛ بلکې غواړو چې لومړی بهرني نیواکګر له خپلې خاورې وباسو. پر همدې اساسي موضوع غواړو چې له امریکا سره خبرې وکړو.»

ورځپاڼه د یوه بل طالب له قوله وايي چې دوی په لومړي پړاو کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو د مسلې حل کول غواړي او په بل پړاو کې به په دې خبرې کوي چې څنګه او څه ډول حکومت وي.

د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې دې ته ورته دریځ څرګند کړی و.

خو امریکا، چې پخوا یې ټینګار کاوه چې طالبان دې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، اوس حاضره شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې برخه ولري، یعني د درو اړخیزو خبرو غوښتنه کوي.

د افغانستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د بهرنیو پوځیانو د حضور، رول او راتلونکې په ګډون د طالبانو پر ټولو غوښتنو خبرو ته تیار دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اوربند د غځولو په اړه د افغانستان د ولسمشر د اعلان د هرکلي ترڅنګ روانه اوونۍ وویل چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.