طالبانو د فاریاب او غور د دوو ولسوالیو مرکزونه ونیول

 

 

تاند- وسله والو طالبانو د فارباب ولایت لولاش یا کوهستان او د غور د تیورې ولسوالۍ مرکزونه نیولي دي.

راپورونه وايي، د کوهستان ولسوالي د نیولو پر سر په جګړه کې طالبانو ۲ پولیس وژلي دي.

د افغانستان په شمال، په تېره بیا کندوز او فاریاب کې عموماً ولسوالۍ په اسانه لاس په لاس کېږي.

همداراز د غور امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو د غور ولایت تیوره ولسوالي نیولې ده. پر دې ولسوالۍ طالبانو پخوا په ځلونو حملې کړي خو په نیولو یې نه ول بریالي شوي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالکریم یورش نن /یکشنبه/ وویل، د لولاش ولسوالي نن سهار وختي، چې لا تکه تیاره وه، د طالبانو لاس ته ورغله.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی وویل چې پولیس د ولسوالۍ په یو نیم کیلومترۍ کې ځای پر ځای شوي او ژر به یې بېرته ونیسي.

په همدې حال د وسله والو طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې طالبانو دولتي ځواکونو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي او د غور او فاریاب دا ولسوالۍ یې نیولي دي.

په فاریاب کې د افغان طالبانو ترڅنګ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي هم فعال دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.