طالبانو د سپټمبر په ۱۱ مه پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه خو افغانان یې ملي بیرغ نه بولي

 

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۱) طالبانو پرون پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو له شلمې کالیزې سره هممهاله پر ارګ خپل بیرغ پورته کړ.

دوی نژدې یوه اوونۍ دمخه کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د ريیس له راتک سره په یو وخت د افغانستان ملي بیرغ له ارګ څخه لېرې کړ او په تېرو څو ورځو کې ارګ بې بیرغه و.

طالبانو تر دې مخکې د اګست په ۱۶ مه هم ملي بیرغ د لنډ وخت لپاره له ارګه ایسته کړی او خپل بیرغ هلته ځړولی و خو وروسته یې بېرته ملي بیرغ پورته کړ.

څرګنده نه ده چې طالبانو قصداً د سپټمبر شلمه نېټه پر ارګ د خپل بیرغ د ځړولو لپاره غوره کړې او که تصادفاً یې دا کا رکړی دی. خو په لوېدیځو هیوادونو کې د طالبانو دا اقدام شعوري او د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو غیر مستقیم ملاتړ بلل شوی دی.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د یوه غړي احمدالله وثیق په قول ویل شوي چې پر ارګ د طالبانو سپین بیرغ په یو لړ مراسمو کې چې د دوی ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم حاضر و، پورته شو. د وثیق په وینا د بیرغ د پورته کولو هدف دا و چې نور د حکومت رسمي چارې پیل شوې.

تراوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون په زغرده وویل چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني. ګڼو نورو اروپايي هیوادونو او امریکا ویلي چې د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو تر رسمیت پېژندلو مخکې طالبانو ته وخت ورکوي او ګوري چې څه ډول اقدامات کوي.

د بیرغ بدلون ته په کتو داسې نه ښکاري چې طالبان دې د نورو هیوادونو او رسمیت پېژندلو پروا وکړي او له خپلو افراطي دریځونو دې تېر شي.

سره له دې چې طالبان پوهېدل چې د بیرغ په بدلولو ډېر افغانان خوابدي کېږي او د هغو ملاتړ له لاسه ورکوي، بیا یې هم بدل کړ. باور نه کېږي چې د افغانانو اکثریت دې د طالبانو سپین بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه په رسمیت ومني.

له بلې خوا د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني په هامبورګ کې سلکونو افغانانو د ملي بیراغ په ملاتړ لاریون وکړ، دوي همدا شان له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول له امریکا او اروپا څخه غوښتنه وکړه چې په طالبانو فشار راولي تر څو افغانستان کې د ښځو د حقونو، د افغانستان د بقا، د ملي نوامیسو ساتنه، د بیان ازادي، د بشر د حقونو او مدني فعالیت ته اجازه ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.