طالبانو د سولې تر خبرو وړاندې د جګړې له بندولو سره مخالفت وکړ

 

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) وسله والو طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان د حکومت له دې غوښتنې سره مخالفت کړی چې تر خبرو وړاندې دې جګړه ودرول شي.

طالبانو ویلي چې که څوک غواړي چې لومړی دې جګړه ودرول شي او بیا دې خبرې پیل شي، غیرمنطقي غوښتنه ده.

دې ډلې په عین حال کې ویلي چې جګړه یې د دې لپاره ده چې بل انتخاب یې نه دی موندلی.

د افغانستان حکومت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د سولې تر خبرو مخکې اوربند یا لږترلږه اورکم وکړي.

د افغان چارواکو په وینا طالبانو له امریکا سره د قطر په تړون کې منلې چې تشدد به کموي خو عملاً یې په مجموع کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

تېره میاشت یې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله.

خو طالبان وايي چې په لویو ښارونو کې یې بریدونه کم کړي دي.

دې ډلې په خپله خبرپاڼه کې تر خبرو وړاندې د جګړې له بس کولو سره پر مخالفت د تینګار په ترڅ کې ویلي « که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل په لاره کې خنډونه ولې اچوي؟ پریږدې چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسیږي. په بې مسئولیته او غیر منطقي خبرو او بی اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي. »

طالبانو په عین حال کې د بندیانو د خلاصون د پروسې د ژر تر ژره بشپړېدو او بین الافغاني خبرو غوښتنه کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.