طالبانو د روژه ماتې په مهال په کابل کې پر پولیسو برید وکړ

 

تاند- وسله والو طالبانو له روژه ماتې څخه په استفادې تېر ماښام د کابل په دوغ اباد کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او ۳ پولیس یې شهیدان کړل.

راپورونه وايي چې د کابل ښار په اوومه حوزه کې د دوغ اباد بازار په ساحه کې پر پولیسو په داسې حال کې حمله وشوه چې هغوی تازه روژه ماتې ته کښېنستي وو.

حمله کوونکي له بریده وروسته تښتېدلي دي.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ۸ سرتېري یې وژلي او دوه طالبان هم ټپیان شوي دی.

طالبان عموماً په خپلو ادعاوو کې مبالغه کوي.

افغان چارواکي تاییدوي چې په دې برید کې ۳ پولیس شهیدان شوي او ۳ نور ژوبل دي.

دا برید له دې کبله مهم دی چې دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبانو په ښار کې تروریستي برید کوي.

شاهدان وايي، حمله کوونکي په یوه کرولا موټر کې سپاره ول او وروسته له دې چې د پوستې ساتونکی یې وویشت پر نورو پولیسو یې، چې روژه ماتی یې کاوه، د پوستې په منځ کې ډزې وکړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.