طالبانو د افغانستان د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ Jun

 
تاند- طالبانو د افغانستان د حکومت له لوري د طالب بندیانو د خلاصون هرکلی وکړ خو ویې ویل چې اکثره خوشي شویو بندیانو په جګړه کې برخه نه وه اخیستې.

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د مشورتي لویې جرګې له سپارښتنو وروسته د کوچني اختر په مناسبت اعلان وکړ چې ۸۸۷ بندیان به خوشي کړي.

تراوسه پورې د افغانستان حکومت د ولسمشر له حکم سره سم شاوخوا ۲۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

طالبانو نن /سې شنبه/ د افغانستان د حکومت له لوري د طالبانو د خوشي کېدو په اړه وویل، له ۸۸۷ بندیانو څخه، چې ټاکل شوې ده خوشي شي، یوازې ۲۶۱ تنه طالبان دي؛ نورو په جګړه کې برخه نه ده اخیستې او د امریکايي پوځیانو له لوري د شپې په عملیاتو کې نیول شوي دي.

طالبانو د دغو کسانو بندي کول ظالمانه بللي دي.

طالبانو همداراز ویلي چې هیله لري چې هغه ټول بندیان چې د غلطو معلوماتو او یا د سیمې د اوسېدونکو د سیالیو پر اساس نیول شوي، خوشي شي.

طالبانو همداراز ویلي چې دوی تل جنګي اسیران خوشي کوي او د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د حکومت د اقدام هرکلی کوي.

دوی هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون لړۍ دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت تراوسه پورې یوازې د پلچرخي له محبسه ۱۷۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي او په پام کې لري چې ۱۳۰ نور هم خلاص کړي.

همداراز یو شمېر نور طالب بندیان د ولایتونو له محبسونو څخه خوشي شوي دي.

د افغانستان د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفانو د طالب بندیانو د خلاصون په خاطر پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.