طالبانو، میدان وردګو کې نیمايي نجونې له ښوونځیو منعه کړېدي

 

تاند، جمعه، د سنبلې ۲۲مه: د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ناامنیو او د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له کبله ۵۰ سلنه نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې شوې دي.

چارواکي وايي، په میدان وردګو کې لوی شمېر نجونې له شپږم ټولګي وروسته مجبورې دي چې ښوونځی پرېږدي.

د میدان وردګو د پوهنې رئیس طیب منصور نن جمعه ویلي، دغه ولایت کې د جګړو زیاتوالی او ګواښونه د دې سبب شوي چې ځینې ښوونځي هم له ګواښ سره مخ شي: (( تر دې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینوسیمو کې طالبانو د لیسې زده کوونکو نجونو ته مستقیم خبرداری ورکړی دی چې نورې ښوونځي ته ولاړې نه شي.))

ښاغلی منصور وايي، دقیق نشي ویلای چې میدان وردګو کې څومره نجونې له ښوونځي محرومې شوې دي، خو په اټکلي ډول ویلی شي چې نیمايي یې ښوونځیو ته طالبانو له تګه منعه کړې دي: (( دوی یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکوي، بیا یې نه پرېږدي، ځینو ته یې کورنۍ هم اجازه نه ورکوي.))

نوموړی وايي، طالبان نه یوازې زده کوونکې درس ویلو ته په خپله ساحه کې نه پرېږدي، بلکې ښځینه ښوونکې یې هم له کار څخه منعه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت ولایتي شورا وايي، د میدان وردګو سیدآباد، نرخ، چک، جغتو ولسوالیو کې له تېرو لسو کلونو راهیسې هیڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې.

ټول میدان وردګ ولایت کې دا مهال ۴۷۴ ابتدائیه، منځني او د لیسې تر کچې ښوونځي دي چې ۱۴۸ زره زده کوونکي په کې سبقونه وايي، خو له دې منځه یې ۴۰ زره نجونې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.