طارق ارین: د افغانستان د ملي امنیت شورا په مالي لحاظ خودکفا ده
دآزادی راډیو
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د روېټرز خبري اژانس د هغه راپور په وړاندې په یوه ټویټ کې غبرګون ښودلی چې پهکې راغلي، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.
پهدې ټویټ کې د راپور اصلي اختلافاتو ته اشاره نهده شوې، خو د دغې شورا ویاند طارق ارین یوازې دومره لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په مالي لحاظ خودکفا ده.
Tariq Arian
@TariqArian3
CORRECTION: ANSC is financially self-reliant. https://www.reuters.com/article/us-usa-afghanistan-idUSKCN1QZ2OU …
12
9:37 PM – Mar 19, 2019
Twitter Ads info and privacy
U.S. freezes out top Afghan official in peace talks feud: sources
In fallout from a feud over U.S.-Taliban peace talks, a senior U.S. diplomat has told Afghan President Ashraf Ghani that U.S. officials will no longer deal with his national security adviser, four…
reuters.com
See Tariq Arian’s other Tweets
له دې وړاندې روېټرز د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا یوه جګپوړي ډيپلومات ولسمشر محمد اشرف غني ته ویلي چې امریکايي چارواکي له دې وروسته له ښاغلي محب سره اړیکې ختموي.
د روېټرز په راپور کې د سرچینې په حواله دا هم راغلي چې په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هېل له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر ټیلیفون خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې محب له دې وروسته واشنګټن ته نهشي تللی.
د روېټرز په راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دفتر ته مالي مرسته ورکوي.
دا هماغه جمله ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرې غبرګون ښودلی دی، خو پهدې راپور کې نورې څرګندونې نه رد شوي او نه هم تأييد شوي.
روېټرز لیکي چې ډېوېد هېل ولسمشر غني ته دا هم ویلي چې تر دې وروسته ملکي او پوځي امریکايي چارواکي نهغواړي چې له حمدالله محب سره کار ته دوام ورکړي.
دا ناندرۍ وروسته له هغې راپورته شوې چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور ولګاوه چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو برعکس د افغان حکومت مشروعیت اخلي.
محب زیاته کړه چې خلیلزاد ښايي د یوه مؤقت حکومت د جوړولو هڅه کوي چې دی بیا د «وایسرای» په توګه کار پهکې وکړي.
«وایسرای» د بربتانوي استعمار پر مهال د هند د نیمې وچې لپاره د مؤظفې ادارې د مشر لقب و.
یو پخوانی افغان چارواکی چې د موضوع د حساسیت له وجې نهغواړي خپل نوم افشا کړي، ویلي یې چې له څرګندونو د امریکايي چارواکو هدف دا دی چې ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار لیرې کولو ته اړ کړي.
خو د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا باور لري چې امریکا هڅه کوي له دې لارې په افغان حکومت فشار راوړي او د سولې په روان بهیر کې پرې خپلې غوښتنې ومني.
له دې ډلې سید خالد سادات ازادي راډيو ته وویل:
“زما باور دا دی د حمدالله محب په وړاندې د امریکا اوسنی غبرګون تر ډېره پهدې باندې راڅرخي چې امریکا څنګه کولای شي افغان حکومت تر فشار لاندې راولي او هر هغه غوښتنه چې د سولې په چوکاټ کې يې امریکایان پلي کول غواړي هغه افغان حکومت ومني.”
ښاغلی سادات وايي، په دا شان حالاتو کې افغان حکومت ته پهکار دي چې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي او امریکا ته قناعت ورکړي چې د افغانستان په اړه چې هر ډول خبرې کېږي باید افغان لوری پهکې دخیل وي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلي، خو ونهتوانېده.
د امریکا په کانګرس کې یوې سرچینې له روېټرز اژانس سره په خبرو کې منلې ده چې د محب د لیرې کولو لپاره پر ولسمشر غني فشار د دې مسئلې د حل یوه لاره ده ځکه چې د نوموړي په وینا د افغانستان د ملي امنیت شورا غړو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بودجه ورکوي.
دا پهداسې حال کې ده چې ښاغلي محب پهدې وروستیو کې ویلي و چې د ملي امنیت شورا غړو ته د یو شمېر سفارتونو لهخوا معاشونه ورکول کېدل چې اوس ده بند کړي دي.
راپور: اکرامالله اکرام
نظرات بسته شده است.