شینوارې: د ټاکنو کمېسیون راسره لازمه همکاري نه ده کړې J

تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشرې زهرا بیان شینوارې شکایت کړی چې د ټاکنو کمېسیون له دوی سره لازمه همکاري نه ده کړې.

اغلې بیان شینوارې نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ټاکنو کمېسیون ځینې غړي ورسره همکاري نه کوي او له همدې کبله تر اوسره د ۲۱ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه نه ده پيل شوې.

اغلې بیان زیاتوي، د ۲۱ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه باید ژر تر ژره پيل شي، خو په دغه ناسته کې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وايي، د رایو د بیا شمېرنې لپاره یې کمېسیون چمتو دی.

نوموړې وايي، د دواړو کمېسیونونو تر منځ پرتې ستونزې حل شوې دي او اوس یې په همغږۍ او کارونو کې هیڅ ستونزه نشته.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې چې د شکایتونو کمېسیون په ۲۱ ولایتونو کې د رایو د بیا شميرنې پریکړه اعلان کړه، تر اوسه باید په دغو ولایتونو کې د رایو شمېرنه پيل شوې وای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.