شهزاده سلمان ممکن له طالب استازو سره وویني

 

تاند- د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ممکن د پاکستان د سفر په لړ کې د افغان طالبانو له مشرانو سره وویني.

د سعودي عربستان ولیعهد نن /شنبه/ پاکستان ته ځي. د ده د سفر تر سفر مخکې لا په پاکستان کې د امنیت چارې پوځ ته سپارل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان حکومتي سرچینو نن وویل، ښايي د سعودي ولیعهد د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو د هلوځلو په لړ کې د افغان طالبانو له مشرانو سره وویني.

سعودي عربستان ته د افغان طالبانو په ګډون اکثره مسلمانان په درنه سترګه ګوري ځکه چې دا هیواد د مکې او مدینې ټاټوبی دی.

له بلې خوا سعودي عربستان یو له درو هیوادونو څخه دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژندلی و.

رویټرز وايي، دوو پاکستاني چارواکو ورته وویل چې شهزاده سلمان احتمالاً په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره ویني.

د طالبانو استازي به په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان په ګډون د پاکستان او امریکا له استازو سره هم وویني.

یوې پاکستانۍ سرچینې رویټرز ته ویلي چې د طالبانو استازي به د دوشنبې په ورځ /فبروري ۱۸/ له شهزاده محمد بن سلمان سره وویني.

دا اژانس په عین حال کې وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي ورته وویل چې لا څرګنده نه ده چې د دوی استازي د سعودي له ولیعهد سره ویني او که نه ویني.

په پاکستان کې د شهزاده سلمان لپاره سخت امنیتي تدابیر
له بلې خوا ډان ڼیوز وايي چې په پاکستان کې د شهزاده سلمان د استوګنې په موده کې به ټول امنیتي مسوولیتونه د پوځ په غاړه وي.

د پاکستان د پوځ ۱۲ زره ځانګړي ځواکونه په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان جنګي الوتکې به تر هغې شېبې پورې د شهزاده سلمان الوتکه بدرګه کوي چې د پاکستان هوايي حریم ته داخلېږي او د اسلام اباد پر هوايي ډګر کښېني.

همداراز به جنګي الوتکې تر هغو د پاکستان په فضا کې ګرځي چې شهزاده سلمان په پاکستان کې وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.