شلو ولایتونو کې تر نامعلومې مودې د رایو بیا شمیرنه وځنډېده

 

تاند، شنبه، د جدي ۲۱ مه: ټاکل شوې وه، چې نن د شلو ولایتونو د رایو بیا شمېرنه پیل شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه بهیر د ځنډېدو خبر ورکوي.

د یاد کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی د هغو مرکزونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، چې د رایو د بیا شمېرنې لپاره په نښه شوي دي.

د ده په خبره، کله چې کمېسیون په دې برخه کې ډاډ تر لاسه کړي، ژر تر ژره به دا بهیر پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څو ورځې وړاندې د شفافیت رامنځته کېدو په هدف په شلو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.