سیګار: د افغان اردو د ستر او اخفا د یونیفورم په اړه جنايي څېړنه کېږي

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د امریکا د مصارفو د څارنې ځانګړې ادارې یا سیګار د سې شنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان د ملي اردو د ستر او اخفا د یونیفورم د خریدارۍ په اړه جنايي څېړنه کېږي.

د دې ادارې په وینا، د افغانستان ملي اردو ته د ستر او اخفا، د داسې یونیفورم فرمایش ورکړل شوی و چې له ځنګلي سیمو سره زیات مطابقت لري.

د امریکا پر پوځ تور لګېدلی چې میلیونونه ډالر یې پر دې یونیفورم چې زرغون رنګ لري، ضایع کړي ځکه د افغانستان تقریباً دوه فیصده خاوره ځنګلونو پوښلې ده.

په افغانستان کې د امریکا د مصارفو د څارنې د ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو د کانګرس د استازو مجلس، د وسله‎والو خدماتو کمېټې ته ویلي:
​”دا ستونزه ډېره جدي ده او موږ د دې خریدارۍ په اړه جنايي څېړنه کوو.”

د امریکا د فاکس نیوز په رپوټ کې د دې جنايي څېړنو جزئیات نه‎دي څرګند شوي.

سوپکو همدا راز ویلي، د هغو تجهیزاتو د قراردادونو په اړه باید تحقیقات وشي چې په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیت د انتقال ګډې قوماندانۍ کړي دي.

د امنیتي مسؤلیت د انتقال ګډه قومانداني د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، ملاتړ او هغوی ته مشورې ورکولو پروګرام چلوي.

جان سوپکو ویلي، دې قوماندانۍ د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ وخت کې، تر یو میلیون زیات یونیفورمونه، پرته له دې چې مؤثریت ته یې وکتل شي، اخېستې دي.

پر دې خریدارۍ ۹۳ میلیونه ډالر لګېدلي خو ممکنه وه چې لږ تر لږه ۲۸ ملیون ډالر یې وسپمول شي.
رپوټونه وايي، کله چې عبدالرحیم وردګ د ملي دفاع وزیر و، د افغانستان د پوځ د سترو اخفا یونیفورم ته زرغون رنګ غوره بلل شوی و .

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پخوانۍ مسئله ده او په راتلونکو پریکړو کې له دقته کار اخېستل کېږي.

محمد رادمنش وايي:

“د افغانستان ملي دفاع وزارت اداره تر پخوا لا دقت کوي او متعهده ده چې د اداري فساد مخنیوی وشي او مخکنۍ پېښې وڅېړل شي.”
په افغانستان کې د امریکا د مصارفو د څارنې ځانګړې ادارې مشر، جان سوپکو همدا راز پر امریکايي قوماندانانو نیوکه وکړه چې قیمتي یونیفورمونه یې اخېستي دي.

مثلاً د هغه په وینا، د داسې یونیفورم پرځای چې تڼۍ لري، د ځنځیر لرونکې دریشي ګانې او ۸۸ زره اضافي پطلونونه یې اخېستي دي.

جان سوپکو د کانګرس د استازو مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي، دا څرګندونې چې کله په حکومت کې اصول نه مراعتېږي، څه عواقب درلودلای شي.

په هغه یادداشت کې چې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته رسېدلي، د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس د سیګار د رپوټ یادونه کړې او پر دفاع وزارت یې انتقاد کړی چې د افغانستان د ملي اردو پر یونیفورم یې له احتیاطه پرته لګښت کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.