سیګار: د افغانستان حکومت د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي نه نيسي

دآزادی راډیو

د سيګار اداره د افغانستان پر حکومت له دې امله انتقاد کوي چې د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي نه نيسي.

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ته ویلي چې افغان ځواکونه له نشه يي موادو سره د مبارزې توان لري او د امریکايي نظامي ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري.

خو د سیګار ادارې څېړنې بیا ښيي چې په دې وروستیو پنځو کالو کې د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ کې بدلون له نشه يي موادو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده.

دغه ډول یې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس او د کوکنارو اړولو کشفي ځواکونه او قطعات هم کمزوري کړي دي.

سیګار په خپله ارزونه کې د امریکا د عدلیې وزارت د راپور له مخې وايي چې افغان حکومت د نشه يي موادو لوی قاچاق کوونکي نه نیسي او يو شمېر زورواکي د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت معین محمد هاشم اورتاق بیا له نشه يي موادو سره د دوی مبارزه بریالۍ بولي.
دی وايي چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د لويو قاچاق کوونکو په ګډون د نشه يي موادو څلور زره قاچاق کوونکي نیولي دي.

ده وویل: “موږ د هېواد په کچه درې زره عملیاته کړي، د دې عملياتو په نتیجه کې مو د نشه يي موادو د قاچاق په تور څلور زره کسان نیولي چې ستر قاچاق کوونکي هم پکې شامل دي، افغانستان د نشه يي موادو قرباني هېواد دی، ځکه نو باید یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په نړیواله او سیمه ییزه کچه مبارزه ورسره وشي، که په نړۍ کې د نشه يي موادو غوښتنه را کمه کړل شي، په افغانستان کې یې کښت خپله کمېږي، له بده مرغه چې اوس یې په نړۍ کې غوښتنه ډېره ده.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی هڅه کوي چې بدیل کښتونه رواج او وقايوي پروګرامونه ډېر کړي، د سیګار د راپور پر اساس د امریکا د پرمختګ اداره یا (USAID) له دوی سره ژمنه کړې چې له افغان بزګرو سره به د زراعتي سکټور د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته کوي.

پخوا د امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې ستراتیژي درلوده، خو له (۲۰۱۷) کال راهيسې له نشه يي موادو سره مبارزه د جنوبي اسیا د نظامي ستراتېژۍ برخه ګرځېدلې او له قاچاق کوونکو سره مبارزه هم افغان دولت ته سپارل شوې ده.
د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې پخوانۍ غړې رڼا ترین وايي، حکومت یوازې واړه قاچاق کوونکي نیسي، تر اوسه یې هېڅ داسې لوی قاچاق کوونکی نه دي نیولی چې هغه دې نشه يي مواد له افغانستانه اروپايي بازارونو ته وړي.

دې وویل: “حکومت داسې کسان نیسي او د پلچرخي بندیخانې ته یې استوي چې پاو، کیلو او یا چارک نشه يي مواد ورسره وي او له دې لارې خپلو ماشومانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، باید داسې کسان ونیول شي چې په ټنونو نشه يي مواد قاچاق کوي، له نړیوالو مافیايي ډلو سره لاس لري او د نشه يي موادو په پیسو یې په بهرنيو هېوادونو کې پانګونه کړې وي.”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو پر اساس، د پُلچرخي زندان نیمايي زندانيان د نشه يي موادو په کاروبار کې د لاس لرلو په جرم زنداني شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.