سیاسي غونډو کې د ګډونوالو په توګه له زده کوونکو پر استفادې اندېښنې

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ولسمشر د حکم له مخې هېڅ چارواکی حق نه‎لري چې په سیاسي او ګوندي غونډو کې له زده کوونکو نه د ګډون والو په توګه استفاده وکړي.

د دغه وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په پوهنې وزارت کې د څوکیو د سیاسي او ګوندي ویش له مخې داسې کسان په دندو ګمارل شوي چې د یادو غونډو پر مهال زده‎کوونکي هم له ځانه سره یوځای کوي
ښاغلي حقمل وویل:

“په معارف کې هم یو شمېر کسان پرته له دې چې د دوی استعداد، کار کردګي او افغانستان ته د دوی رښتینې مینه او صداقت په پام کې ونیول شي په یو نه یو شکل د معارف تشکیل ته لاره کړې چې موږ يې په اړه شدیده اندېښنه لرو.”

ښاغلي حقمل له ټولو مسؤلو چارواکو غوښتنه وکړه چې باید د ښوونځیو له زده‎کوونکو سیاسي استفاده ونه‎کړي.

وروسته له هغې چې د ۱۳۸۶ لمریز کال د عقرب په ۱۵مه نېټه په شمالي ولایت بغلان کې د قند د فابریکې د پرانېستنې پر مهال چې د ولسي جرګې وکیلان هم ورغلي وو، په یوه چاودنه کې چې له امله یې لسګونه زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوخته افغان حکومت په رسمي غونډو کې د زده کوونکو په ګډون بندیز ولګاوه.

افغان حکومت اعلان وکړ چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي، خو لا هم په یو شمېر ولایتونو کې دغه چاره روانه ده او لیدل کېږي چې ځینې سیاسي او ګوندي غونډو او مظاهرو کې له زده‎کوونکو استفاده کېږي.

څو ورځې مخکې په مزار شریف کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په غونډه کې زیات شمېر زده کوونکي په غونډه کې د ګډون په هدف له ښوونځيو را ایستل شوي وو.

دغه شان په هرات ولایت کې هم په یوه مظاهره کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي لیدل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د یادو ولایتونو د پوهنې له مسؤلینو سره به د حکومت چلند څه وي؟

ښاغلی حقمل وايي، د سې بي ار پروسې په ازموینه کې د یادو دواړو ولایتونو د معارف رئیسان ناکام شوي او پرځای به يې ډېر ژر نوي کسان ورمعرفي شي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال او د چارو شنونکی صدیق پتمن وايي، په سیاسي غونډو کې له زده‎کوونکو استفاده کول له زده کوونکو او معارف سره ستره جفا ده.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال او د چارو شنونکی صدیق پتمن
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال او د چارو شنونکی صدیق پتمن
نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“هرڅوک چې دا کار کوي که هغه دولتي وي که شخصي له امله يې د زده‎کوونکو وخت ضایع کېږي، زده کوونکي د دې لپاره دي چې په ټولګي کې کیښني زده‎کړه وکړي، هر څوک چې زده‎کوونکي له ټولګي څخه په هره پلمه وباسي دا د زده‎کوونکو او معارف سره ستره جفا ده. ”

ښاغلی پتمن وايي، حکومت باید په سیاسي غونډو او ناستو کې له زده‎کوونکو څخه د استفادې مخه ونیسي او که خپله حکومتي چارواکي بیا په داسې مسایلو کې ښکیل وي، دا به د معارف اعتبار ته زیان ورسوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.