سیاسي طالبانو امریکا ته د هغو طالب قومندانانو د وژلو ادرسونه ورکړي چې د سولې مخالف دي A

 

تاند، ځانګړی راپور، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: د طالبانو یو شمېر سرچینو ویلي، امریکا سره د دوی مذاکراتو کې په دې هوکړه شوې هغه طالب قومندانان چې د سیاسي دفتر د مذاکراتو له شېوې سره مخالف دي، د امریکا لخوا به په نښه کېږي.

طالبانو ته نږدې یوه سرچینه تاند ته وايي، د قطر د طالبانو سیاسي دفتر مشرانو امریکا ته په دې وروستیو کې د فراه لپاره د طالبانو د وژل شوي ملا مشر والي، د پنجشېر لپاره د طالبانو د مرستیال والي، هلمند لپاره د طالبانو وژل شوي مشهور نظامي مسوول او والي، د طالبانو د دفاع وزیر صدر ابراهیم، لوګر، خوست، پکتیا، غزني او نورو سیمو لپاره د مهمو وژل شویو استخباراتي او نظامي مسوولانو د پټنځایونو معلومات ورکړي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول او دفاع وزیر صدر ابراهیم د قطر سیاسي دفتر او کویټې شورا سره تماسونه نیولي وو چې د سولې روانو مذاکراتو یې جنګیالي له امریکا سره د طالب مشرانو په سیاسي معامله شکمن کړي دي او دی نه غواړي چې د جګړې په ډګر کې بوخت وساتل شي او د مذاکراتو د پرمختګونو او خنډونو په تړاو ورسره معلومات شریک نه شي.

سرچینه وايي، صدر ابراهیم د قطر دفتر په تړاو له شکایتونو وروسته بلوچستان کچلاغ ته وربلل شوی و چې د افغانستان په خاوره کې د خاکریز او شاولیکوټ تر منځ بوم دښته کې له خپلو یوولس ملګرو سره د امریکايي ځواکونو د هوايي برید ښکار شو.

ابراهیم صدر د هلمند د سروان اوسېدونکی او د طالبانو په حکومت کې هم د دغې ډلې د نظامي کمېسیون مشر پاتې شوی او اوس د دغې ډلې د دفاع وزیر و.

ویل کېږي نوموړی پاکستان ته روان و چې په لاره د امریکايي هوايي ځواکونو لخوا په نښه شوی دی.

په دې وروستیو کې د امریکایانو لخوا په هوايي بریدونو کې دطالبانو د مهمو والیانو، نظامي مسوولانو او ولسوالانو وژنې زیاتې شوي چې هغه شکونه یې په رښتیا بدل کړي چې ګواکې طالب مشران خپله ډله کې خپل مخالفان په امریکایانو له منځه وړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.