سپینه ماڼۍ: ټرمپ به د افغانستان پر سر بده معامله ونه مني

 

تاند- سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړی او د ده ځانګړي استازي له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي خو د امریکا ولسمشر به د متحدو ایالتونو د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو پر سر بده معامله ونه مني.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د ټرمپ د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل، امریکا متبادل پلانونه هم لري چې که د سولې خبرواترو هغسې نتیجه ورنه کړه چې توقع ده، ممکن پوځي انتخابونو ته مخه کړي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي خبریالانو ته وویل«موږ یقیتاً په افغانستان کې د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکوو. خو په هغو ټولو خبرو کې چې د امریکا امنیتي ګټې نغښتې وي، موږ متبادل پلانونه هم په پام کې نیسو. ولسمشر ویلي چې د سولې په خبرو کې د ښې نتیجې هیله لري، خو هغه به بده معامله ونه مني.»

ده زیاته کړه«ولسمشر دا مني چې موږ په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه کې حیاتي ګټې لرو نو موږ به هر هغه کار وکړو چې د امریکا امنیتي ګټې خوندي شي.»

دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز ویلي، امریکا به د بشري حقونو- په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په شمول د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې قرباني نه کړي. موږ به په هیڅ صورت له دې بریاوو تېر نه شو.»

ده دا هم وویل چې خلیلزاد ډېره هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لار هواره کړي او طالبان د افغانستان د حکومت له چارواکو سره خبرو ته کښېنوي.

د محب څرګندونې به د امریکا او افغانستان اړیکې اغېزمنې نه کړي
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې او سپینې ماڼۍ هم له هغه سره کتنه لغوه کړه.

پر خلیلزاد د حمدالله محب د نیوکو په اړه د سپینې ماڼۍ چارواکي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا حکومت د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار پر دې شخصي حملو کلک اعتراض وکړ.

دغه امریکايي چارواکي په عین حال کې وویل چې دا مسله به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې اغېزمنې نه کړي.

ده زیاته کړه«موږ دې اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د جګړې په میدان کې جنګېږو، موږ افغانستان ته د ثبات راوستلو لپاره په ګډه کار کوو او هلته په ګډه د تروریزم د ګواښونو پر ضد جنګېږو.»

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي د محب څرګندونو ته په اشارې وویل«دا د هغې نهیلۍ غبرګون دی چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شامل نه دي. نو دا ضروري ده چې موږ طالبانو ته قناعت ورکړو چې د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته کښېني او سیاسي پروسه پیل کړي.»

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي ټینګار وکړ چې هیڅ حللار او موافقه به تر هغو ګټه ونه کړي چې طالبانو د افغانستان له نفوذ لرونکو خواوو سره نه وي کړې.

«طالبان باید د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره خبرې وکړي او مسلې حل کړي. زما په فکر باید دا مسله په فوري ډول په پام کې ونیول شي.»

د سپینې ماڼۍ چارواکي وویل چې د امریکا متحد ایالتونه به له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د افغانستان له حکومت سره له نژدې سلا مشورې وکړي.

«موږ په هغو لاروچارو غور کوو چې د دوو حکومتونو ترمنځ تماسونه ښه کېدای شي. امریکا د دواړو خواوو ترمنځ د همږغۍ او همکارۍ پر ډېرېدو کار کوي.»

د سپینې ماڼۍ چارواکي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې ګومان کېده د امریکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دي او ښايي د امریکا حکومت د محب پر ضد له خپل سخت دریځه تېره نه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د افغانستان د سولې د هلوځلو د ملاتړ د خپلولو لپاره د پنجشنبې او جمعې په ورځو د روسیې، چین او اروپايي اتحادیې له استازو سره وویني.

خلیلزاد د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره تراوسه پورې له طالبانو سره څو ځلې مخامخ خبرې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.