سوله چې نن نه؛ نو کله؟

 

پرینت ایمیل
توضیحات
لیکونکی ضمیر ساپی
13.12.2018sola ikke i dag
له دېوالونو او ودانیو نیولې تر لوحو، ونو، غرونو، کاڼو او بوټو پورې د “سولې” ډول-ډول پیغامونه رسم شوي دي. په دې پیغامونو کې مو هېوادوال د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه نوره بس دی راشئ، سوله وکړئ او خپل هېواد اباد کړئ.
مخالفانو ته له سپین‌سرو نيولې تر تورسرو، پېغلو او ځوانانو پورې، هېوادوال په ننواتې ورغلل، خېمې یې ودرولې، سړې او ګرمې شپې يې ترې لاندې تېرې کړې چې نور د خدای روی ته وګورئ بس دی، له خپلې ټولنې سره عادي ژوند ته ادامه ورکړئ.
◘ سوله‌؛ یوازینی ارمان
هېوادوال د “سولې” دا غوښتنه له نږدې نیمې پېړۍ را په دې خوا کوي. “سوله غواړو” شعار په تېرو اوولس نیم کلونو کې بېخي تود شوی، د هر هېوادوال په خوله کې لکه د طیبه کلمه همدا شعار دی، ځکه د پخوا په پرتله اوس جګړو ډېر زیات زور اخیستی، ظلم او وحشت اوج ته رسېدلي دي، د هېوادوالو په مر ګ‌ژوبله کې هر کال ټکان ورکوونکی ډېروالی راځي، خلک ورځ تر بلې له هېواده تېښتې ته مجبورېږي، د ژوند له اساسي اړتیاوو بېخي محروم شوي یو، په وطن کې مو د لوږې ګراف بې‌سارې پورته لاړ او وچکالي لا بل افت شو چې په دې ترینګلي حالت کې لا دا غضب لومړیتوب نه ګڼل کېږي.
څو ورځې وړاندې مې د یوې څېړنیزې ادارې راپور لوست، په‌کې راغلي وو چې تر نیمايي ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. همداراز د هر کال په تېرېدو مو له هېواده د هېوادوالو په وتلو کې ډېروالی راځي که د چا وسه کېږي، پرمختللیو هېوادونو ته ځي، خو که څوک د لرې تګ وسه نه‌لري، یو ځل بیا د ظالمو ګاونډیو ترحم ته په تمه کېني.
هېواد مو په پورته ذکر شویو ناخوالو سربېره نورې ډېرې ستونزې هم لري. دلته کاروبار په ټپه ولاړ دی، اقتصادي او د بیارغونې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ دي، پانګونې ته نه داخلي او نه بهرني پانګوال زړه ښه کوي.
یوازېنی لامل همدا د سولې نه‌شتون دی چې نن بې‌رحمه او سخت‌زړیو ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ ته محتاج کړو، که‌نه افغانان په هېڅ ډګر کې تر چا کم نه‌دي چې د سپورټ په ډګر کې راشد خان، محمد نبي، حضرت ځاځی او نور ستوري مو ژوندۍ بېلګې دي.
که دلته سوله وي، له نورې نړۍ سره مو په هره برخه سیالي او رقابت ممکن دی، ځکه زموږ هېواد د طبیعي غِنامندۍ او بډاینې له پلوه په ټاپ غني هېوادونو کې ځای لري. که هېواد مو په وچه کې ګیر هم دی، خیر دی، خو د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او پاتې نړۍ د پُل په څېر د اتصال ښه جغرافیايي موقعیت لرو.
همداراز، د کښت له‌پاره ښې پرېمانه دښتې لرو. ښې پرېمانه اوبه او تر ځمکې لاندې زرګونه مېلیونه ډالره کاني زېرمې لرو. له بده مرغه یوازېنی شی چې افغانانوته لکه دمرغۍ پۍ ګرځېدلي هغه سوله ده چې موږ يې نه لرو. د دې نایابه پيو نه‌شتون له هر څه محروم کړي یو. د ټولو پرمختګونو او سیالیو د لاس ته راوړلو له‌پاره تر هر څه وړاندې موږ سولې ته اړتیا لرو، یوازې سولې ته!
◘ د سولې ارمان‌جن افغانان
د سولې د راتګ له‌پاره مو هېوادوال هم لاس تر زنې نه‌دي ناست، ډېرې هلې ځلې کوي، ځکه دا يې ښايي د ژوند تر ټولو ستر ارمان وي. له هلمنده مو ځوانانو د دې ارمان د پوره کولو له‌پاره کابل ته ۳۸ ورځې پلی مزل وکړ. که څه هم روژه يې پر خوله وه، خو هلمندي ځوانانو وچه مرۍ او یبلې پښې د خپل ارمان د پوره کولو له‌پاره له هلمنده تر کابله شاوخوا ۷ سوه کيلومټره لاره تر شا پرېښوده. دوی په کابل کې مېشته نه‌شل، یو ځل بیا يې د همدې ارمان د پوره کولو له‌پاره په دښتو او مېرو کې له کابله بلخ ته شاوخوا ۵ سوه کيلومټره مزل په ۳۴ ورځو کې وواهه. پر لاره پرې سړې او ګرمې شپې او لوږه او تنده تېره شوه. همدا ډول په تېر کوچني اختر کې ټول ولس له دومره غمونو او مرګونو سره – سره راووتل په لومړي ځل يې د ټولو خواوو بې‌درېغه هرکلی وکړ. ان د خپلو ګلالیو قاتلانو ته يې غېږه او مینه ورکړه. یوازې د دې له‌پاره چې د پاتې نسلونو ژوند يې په سوله‌یزه فضا کې تېر شي.
◘ د سولې زرین فرصتونه
د سولې له‌پاره ښه زرین چانس همدا نن دی. په کابل کې زرګونه علماء په یوه خوله د سولې غوښتوونکي شول، روانه جګړه يې یوازې افغان‌وژنه وبلله. همدا علماء د اندونیزیا په جاکارتا کې سره جرګه شول، تر هغې وروسته بیا په سعودي عربستان کې د خدای کور ته ورغلل او په نړیواله کچه اجماع کې يې دې ته زمینه برابره کړه چې سوله زموږ یو ستر ملي لومړیتوب دی.
د کابل پروسې په وروستۍ ناسته کې ولسمشر اشرف غني هم د سولې له‌پاره هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه او وسله‌والو طالبانو ته يې د سولې په برخه کې یو بې‌ساری وړاندیز وکړ. د سولې خبرو اترو له‌پاره يې هر ډول شرطونو ته لېوالتیا او چمتوالی وښوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان سولې له‌پاره هم زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه او په تازه توګه په مسکو کې په لومړي ځل طالب استازیو د افغانستان د سولې عالي شورا له غړیو سره ناسته وکړه چې موږ ټول دې هلو ځلو ته په ښه نیت ګورو، ځکه افغانان نور بېخي محتاج شوي دي، نور باید سوله وشي، تر بل هر وخت موږ نن سولې ته خورا ډېره اړتیا لرو، ځکه په هېواد کې مو نور د ورانېدو څه پاتې نه‌شول، ان د دښمنانو زړونه هم راباندې ساړه شول، هر ډول وسلې او تکتیکونه يې راباندې وازمایل، افغانان چې نن سوله نه‌کوي، نو بیا کله سوله کوي!؟

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.