سوله ولې لومړۍ درجه اړتیا ده؟/ محمد عارف رسولي

 

 

دا لیکنه په دې تمرکز کوي چې ولې سوله د نن افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، د جنګ د اوږدو زیانونه څه دي. ناکام او ماتیدونکي دولتونه کوم او د ماتیدو لاملونه یې څه دي؟ او څنګه افغانستان له اوسني ماتیدونکي حالت څخه را ایستلای شو؟

یو څو تعریفونه:

بنسټ (نهاد) یا(Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو او کړنو څخه عبارت دی چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي.

د بنسټیز (نهادینه ) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که یې څوک ورڅخه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي.

د دولتونو او ملکونو د ناکامیدو او ماتیدو لاملونه

کله چې په یوه بیوزله ملک باندې د اوږده وخت لپاره جګړې راشي او څو لسیزې دوام وکړي، نو ملي، دولتی، سیاسي او اقتصادي بنسټونه (نهادونه) یې وشړیږي، تر ټولو لمړی د قانون پلي کیدل هیر شي او که پلی کیږي یوازې په بیوزلو خلکو پلی کیږي او زورواکان چې د عامه شتمنیو د غصب له کبله د شتو او داړه مارانو څښتن شوي وي له قانونه پورته عمل کوي، یوازې د خپل ثروت د ساتلو په فکر کې وي او له هر اصلاحي پروګرام سره مخالفت کوي. اصلاحات، عامه ګټې، د قانون په بنسټ پریکړې کول او پلي کول یې ستونزمن شي، ټولنیز عدالت خپل مفهوم له لاسه ورکړي او هیر شي.

په داسې هیوادونو چې سیاسي او اقتصادي نهادونه یې شړیدلي وي دولتونه ناکامیږي او له ماتیدونکي حالت سره مخ کیږی. ځکه، د سیاسي او اقتصادي بنسټونو (نهادونو) تشه په سیاسي، اخلاقي او اداري فساد ډکیږي او که اصلاح نه شي د زمانې په تیریدو سره دا فساد بنسټیز (نهادینه) شي. کله چې په ټولنه کې کومه بده ښکارنده لکه اخلاقي، سیاسی او اداري فساد بنسټیزه (نهادینه) شي ډېر وخت دوام کوي، د ټولنې د خلکو په عادتونو او کلتور کې بد عادتونه لکه غوړه مالي، غدر او خیانت عام کیږي او بدلون یې آسانه نه وي.

له دې شومو ښکارندو څخه خلاصون اوږدې مبارزې، ریښتینو کادرونو، سترو آرمان لرونکو مشرانو او ویښ ملت ته اړتیا لري چې دا ټول د جنګ وهلو ملکونو لپاره ستونزمن کار وي نو ماتیدونکی حالت دوام کوي. کله چې روڼ اندي او ریښتیني مشران خپل مسؤلیت ادا نه کړي نو مفسدین په آسانۍ سره خپلې ګټې له لاسه نه ورکوي او ماتیدونکی حالت دوام کوي. ګورو چې په خواشینۍ سره دا پورته ټولې یادې ستونزې زموږ په ملک کې اوس کټ او مټ شتون لري.

باید ووایو چې طبیعي خبره ده چې عام خلک د زورواکانو ننګه نه کوي او ور څخه لاره بیلوي. د دې لپاره چې زورواکان یوازې پاته نه شي نو اړتیا لري چې له قومی، ژبنیو او سمتي کرکو او نفرتونو کار واخلي، ناهیلې او نا لوستي خلک د لږو امکاناتو په بدل کې په ځان راټول او تر یوه وخته ورباندې ځان وساتي چې حالت لا نور هم پیچلی کوي.

که سوله و نشي افغانان څه له لاسه ورکوي؟

اوږدو جګړو او بهرنیو لاسوهنو زموږ سیاسي او اقتصادي بنسټونه، ملي غوره ارزښتونه، د قانون په ټولو یو شان پلي کیدل، ښه حکومتولي، دولتي اقتدار او نور له شړیدو سره مخ کړل، ښوونیز نظام مو له منځه لاړ، خلک مو نالوستي او بیوزله شول. دې او نورو لاملونو زموږ دولت د ماتیدونکو دولتونو لکه سومالیا، کانګو، سویلي سودان، سیرالیون، نیپال، د افریقا د صحرا او نورو په کتار کې درولی دی.

که جګړه دوام وکړي، سوله رانشي، دولت به کمزوری وي، زورواکانو او د عامه شتمنیو غصبوونکو ته به څه نه شي ویلای، دې مفسدینو ته به شرایط برابر وي چې دولت او ملت تر خوږ ګوته ونیسي او ورڅخه باج واخلي. دا ستونزه پخپله د دولت مشروعیت، توان او اقتدار ته سخت تاوان رسوي، د دولت او عامو خلکو په منځ کې واټن ورځ تر بلې زیاتیږي، لا نورو اوږدو نیابتي جګړو او د پردو لاسوهنو ته لاره اواروي او دا خبیثه دایره همداسې دوام کوي. نو ځکه په ملک کې د جګړو او وینو د بهیدو، د سولې او ثبات د نشتون، کمزوره او فاسد نظام، د قانون نه پلي کیدل، د زورواکانو او عامه شتمنیو د غاصبینو د واک تر منځ ټینګه اړیکه شتون لري او د یوه ټینګښت د نورو غښتلتیا ته لاره اواروي. له همدې کبله دي چې مفسدین نه پریږدي جنګ ختم شي، سوله راشي او قانونو پلی شي ځکه د دوي ظلم او ناروا به دوام نه شي کولای.

که سوله و نشي، د جنګ جګړو ټغر ټول نه شي نو ممکنه نه ده چې قانون په ټولو افغانانو یو شان پلی شي، او نه به په هیواد کې ملي سیاسي او اقتصادی بنسټونه (نهادونه) غښتلي او ټینګ شي. هیڅ څوک به هم دلته د خپلې خوښې نظام نه شي جوړولای، د پردو لاسونه نه شي لنډولای، ریښتیني هر اړخیزه او پوره خپلواکي ساتل بع ناشونې وي، هیڅ ډول پراختیا او پرمختګ به ممکن نه وي، بلکه ناخوالې او د سیمه ییزو او نورو نړیوالو قوتونو لاسوهنې به لانور نوي ورانوونکي اړخونه غوره کړي او خدای مکړه هیواد به مو له راز راز نورو پیچلو ستونزو سره مخ شي.

که سوله ونه کړو نو ګاونډي او نور ملکونه به له موږ څخه په هر څه کې د تل لپاره مخ کې شي او موږ به د پیړیو لپاره شاته پریږدي، د ځینو ستراتیژیکو سترو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر، مالوماتي تکنالوجۍ مرکز کیدل، د چابهار بندر وصل له منځنۍ آسیا سره، د افغانستان وصل له ګوادر کوریدور سره او د نورو پلي کیدل چې زموږ د هیواد لپاره ستراتیژیک اهمیت لري له خنډونو، ځنډ او ان له منځه تلو سره مخ کړي. د لانورو مهمو پروژو لکه د وریښمو لویې لارې مسیر به داسې وټاکي چې افغانستان ورڅخه ګټه نه شي اخیستلای ځکه زیات هیوادونه به و انګیري چې افغانستان نا امنه دی او داسې پروژې نه شي مدیریت کولای او نه ګډون کوونکو ته اقتصادي او تجارتي ګټه لري چې لویې لارې د سترو امنو اقتصادي مرکزونو په ځای له نا امنو سیمو تیرې شي.

له ماتیدونکي حالت څخه د ملتونو د راوتو ستونزې

کله چې یو ملت او دولت یې له ماتیدونکي حالت سره مخ شی نو بیا جوړول یې یو اوږدمهاله د څلورو څخه تر پنځو لسیزو کار دی. بنسټیزه ستونزه دا وي چې د ملک سیاسي ډلې او مشران، زیات شنونکي او لیکوالان یې د بحران او ماتیدونکي حالت په راز راز اړخونو، ستونزو او اړوندو لاملونو، ورڅخه د وتو په لارو نه پوهیږي. هره ډله داسې فکر کوي چې که دوی سیاسي اقتدار تر لاسه کړي بیا به مزې او چړچې کوي او د نورو ډلو سره ګډ کار او همکارۍ ته اړتیا نه لري دا ځکه خامې او بې تجربې ډلې له تاریخي پیښو زده کړه نه کوي او ستراتیژیک فکر نه لري.

خو په حقیقت کې زموږ د هیواد او نورو په بحران کې ماتیدونکو دولتونو تجربې او تاریخ ښيي چې په داسې ملکونو کې هیڅ ډله نه شي کولای د خپلې خوښې او باثباته نظام جوړ او پایښت ورکړي. که د خپل هیواد د څو لسیزو تیر تاریخ ته وګورو د خلق دموکراتیک ګوند، د مجاهدینو او طالبانو د نظامونو یو په بل پسې راڅرګندیدل او له منځه تلل، د دوی د مشرانو او دولتي چارواکو یو په بل پسې قتلیدل، د روسانو او بیا اوس د غربي قوتونو بیاراتګ، د شخړو دوام د ملت بیحده کړیدل، د هیواد ورانیدل، د ملیونو افغانانو شهیدانیدل، فقر، لوږه، نالوستیتوب، د پردو لاسوهنې او نور موږ ته راښيي چې په داسې یو ټولنیز او سیاسي بستر کې ممکنه نه ده چې کوم غوره نظام د څوک جوړ کړي او که جوړ یې هم کړي دوام یې ناشونی کار دی. که په دې څوک نه پوهیږي د افغانستان ماحول او څور وروستیو لسیزو ته دې وګوري او زده کړه دې ورڅخه وکړي.

نن داعش، سبا به بله او بله روځ به کومه بله داسې ډله او ګروپ له داسې یوې اجندا سره راڅرګندیږي چې اوس یې څوک تصور هم نه شي کولای. ګاونډي به په ډاکه وایي چې افغانان د ځان اداره نه شي کولای، افغانان به د نورو قدرتونو د ناولو موخو لپاره په نیابتي جنګو کې له یو بل او له نورو قوتونو سره جنګوي او خپل ستراتیژیک اهداف به تر لاسه کوي، د خپل امنیت په بانه به ځانته د لاسوهنې حق ورکوي. دا ثابتوي چې که د غوره تلپاتې او ټول شموله نظام لپاره تر ټولو لمړی سوله رانه ولو، له خپلو ګټو تیر نه شو، په اخلاص کار ونه کړو د دنیا او آخرت له خسران سره به مخ شو او په پای کې به خدای مکړه د هیواد نجات ناممکن شي.

زموږ د هیواد په شمول په ماتیدونکو دولتونو کې زیات خلک د خپل هیواد د شړیدلو سیاسی او اقتصادي بنسټونو د ستونزو په ټولو پیچلو اړخونو، د رغیدو او له بحرانه د وتو په وخت، شرایطو، زیرمو او ننګونو سم نه پوهیږي، زیاتې جنګي ډلې یوازې دې ته په کمین کې وي چې څنګه او د چا په مرسته او هرو شرایطو چې وي د هیواد واک تر لاسه کړي، بیا به د هیواد سیاسي او ټولنیز جوړښت ته بدلون ورکوي، مزې او چړچې به وي.

کوم ملت چې پرانستي ټینګ سیاسي او اقتصادي بنسټونه رامنځته نه کړي، زبیښونکي بنسټونه او فساد په کې وده کوي نو ملت ناکامیږي او له ماتیدونکي حالت سره مخ کیږي. نو ویلای شو چې د سیاسي او اقتصادي بنسټونو د ټینګښت او پرانستي توب کچه د ملتونو د ټینګښت او یا ناکامۍ او ماتیدو درج ټاکي. په داسې ملکونو کې زبیښونکي بنسټونه وده کوي، له خلکو مثبتې انګیرنې، هیلې او رغنده ګډې هڅې اخلي او په ځای یې ناهیلي او کرکې رامنځته کوي.

څنګه له ماتیدونکي حالت څخه ځان ایستلای شو؟

تر ټولو لمړۍ اړتیا داده چې سوله راولو، وینه توییدل بس کړو، هر څوک له خپلو ځاني او ګروهي ګټو تیر شي، هرڅوک باید دا فکر له سره وباسي چې د جنګ دوام به ټولنیز جوړښت د هغوی په ګټه تمام کړي. ځکه د جګړو دوام داسې نوي شرایط او ناخوالې رامنځته کوي چې د هیڅ باضمیره افغان په ګټه به نه وي بلکه د ټول هیواد او ان سیمې په تلپاتې ورانیدو به تمامیږي.

د سولې د راوستو لپاره او بیا د ملک له ماتیدونکي حالت څخه د وتو لپاره اړتیا ده چې د ملک زعامت او نخبه ګان د ماتیدونکي حالت په ماهیت پوه شي او زیات ستراتیژیک صبر او د وتو لپاه غوره تګلاره او د عمل پلان ولري. د دې لپاره ښې رهبرۍ، وطندوستو ملي کارپوهانو، لیکوالانو او شنونکو ته اړتیا ده چې د وتو لارې په ګوته او عام ولس سره ستونزې او د وتو لارې شریکې او عامه پوهاوی ورباندې زیات کړي. که د ملت نخبه کسان، سیاسي شخصیتونه او ډلې د ملک په ماتیدونکي حالت پوه نه شي د ستونزو حل به ورته ګران کار وي.

د ملتونو د بریا لپاره مهمه اړیتا ده چې ملت او دولت پوره ستراتیژیکه پاملرنه د خپلو ملي سیاسي او اقتصادي بنسټونو (نهادونو) رامنځته کیدو، ټینګښت او پرانستيتوب ته ور واړوي، ملي زعامت او د هیواد وړتیا لرونکی کادرونه ورباندې تلپاتې ستراتیژیک تمرکز وکړي.

اغیزمنو او مشروع نهادونو ته اړتیا ده چې بیوزلۍ (فقر) د کمولو او د کارونو د خلق کولو لپاره خوندی ټولنیز، اقتصادي او سیاسي چاپیریال رامنځته کړي. د غوره نهادونو د رامنځته کیدو او ټینګښت لپاره چې ملتونه له ماتیدونکي حالت څخه راوباسي او د ثبات خواته یې بوزي ښې حکومتولۍ او د قانون یو شان پلي کیدو ته اړتیا ده. پوهان وایي چې ښه حکومتولي عبارت له دې څخه ده چې حکومت څه کولای شي او څنګه یې کوي. دا چې دولت څه کولای شي د دولت په وړتیا، د هغه په مشروعیت او د دولت په توان پورې اړه لري – او داچې څنګه دا څیزونه سره په اړیکې کې دي. پوهان د حکومتولۍ دا دری مهم اړخونه په لاندې ډول تعریفوي:

حاکمیت د دولت هغه توان دی چې په خپل قلمرو کې په اغیزمنه توګه اداره او نظم راولي، ټولو اتباعو ته د جنسیت، یا قومیت او سیمې پرته ورسیږي، د قانون پلي کیدل، ټولنیز نظم او خپل اتباع له تاوتریخوالي، چور او داړه مارانو څخه وساتي. دا د دولتي قوانینو او مقرراتو توان دی چې ټول نور قوانین او مقررات منع کړي.

وړتیا د دولت هغه وړتیا ده چې خلکو ته خدمتونه او د اړتیا وړ څیزونه وړاندې کړي، پالیسۍ طرح او پلې کړي، زیربناوې جوړې کړي، له خلکو مالیه واخلي، عدالت خوندي کړي، او د خصوصي سکتور لپاره د کار یو ګټور چاپیریال رامنځته کړي.

مشروعیت دادی چې آیا د ملک اتباع داسې انګیري چې دولت یې د حکومت کولو حق لري – او آیا دوی په دولت باندې باور لري او که نه.

دا پورته دری عناصر دولت ته توان ورکوي چې مقاومت وکړي او له ماتیدونکي حالت څخه راووزي. خو ګورو چې هر یو له پورته اړخونو یوازې په ستونزو کې ډوب او ماتیدونکی دولت نشی تر لاسه کولای. وخت، زیرمو، زیاتو کارپوهانو او کادرونو، ښې رهبرۍ، وړیتا لرونکو بنسټونو (نهادونو)، هوښیار ملت او تر هرڅه سولې او ثبات ته اړتیا لري. اوس دا د ملتونو، سیاسي ګوندونو، فکري مرکزونو، مسلکي انجمنونو، لیکوالانو او شنونکو کار دی چې پورته دری عناصر له هر اړخیزه پلوه خپلو خلکو ته ور وپیژني، په ټینګښت کې یې برخه واخلي او د نشتون ستونزې یې خلکو ته روښانه کړي.

که د چا په هیواد زړه خوږیږي او غواړي چې ملک یې له ماتیدونکي حالت څخه راووزي، د پردو له لاس وهنو راووزي نو باید مسؤلیت ومنی، د نامشروع لارو څخه د اقتدار د تر لاسه کولو هوس پریږدي ځکه په د ماتیدونکي حالت کې هیڅ څوک هم سم نظام نه شي جوړولای. نو ځکه لمړی ټولو سیاسیونو او ډلو ته اړتیا ده چې ملک مو له اوسني ماتیدونکي حالت څخه راوباسو او بیا په مشروع ډول د اقتدار د ترلاسه کولو هڅې وکړو.

زموږ په هیواد کې یو بد کلتور دادی چې موږ هر څه له دولت څخه تمه لرو. خو که وګورو دا ټول هغه ښکارندې دي چې که د ملت نخبه کسان، لیکوالان، شنونکي، سیاسي ډلې او شخصیتونه د مسؤلیت احساس و نکړي ماتیدونکي دولتونه په ځان کې پورته دری عناصر نه شي رامنځته کولای.

نن سبا د هر با ایمانه افغان په مخ کې یو ستر دیني او وطني رسالت دادی چې د بهرنیانو د ګټو لپاره ګومارل شوو وړو شخصیتونو او ډلګیو ته یې چې د بین الافغاني سولې مخالفت کوي اجازه ورنه کړو د سولې په مخ کې خنډ شي، د وروڼو قومونو په منځ کې کرکې او تعصبونه راولاړ کړي. د خوشالۍ ځای دی چې زیاتو افغانانو دا ملي مسؤلیت ښه درک کړی دی. باید دوی ته په مدني توګه نه ووایو، په لیکنو، شننو، کنفرانسونو او هره مشروع وسیله چې کیږي د عامه خلکو ذهنیتونه روښانه کړو. باور لرو چې انشا الله تعالی مریض او عقده یي شخصیتونه د سولې غږ نه شي ټکنی کولای او ورځ تر بلې به د هیواد کنج کنج ته رسیږي.

پایلې

افغانانو ته په کار ده چې د خپل هیواد په ماتیدونکي حالت، ژور بحران، د هغو په لاملونو او ورڅخه د وتو په تګلارو ځان خبر کړي او د ملک د نجات لپاره د مسؤلیت احساس وکړي
باید پوه شو چې تر هغو دولت او ملت له ماتیدونکي حالت څخه نه شو را ایستلای، خپل خلک نه شو مړولای، ریښتینې خپلواکي نه شو تر لاسه کولای او د پردو له شره نه خلاصیږو تر څو مو د دولت حاکمیت، وړتیا او مشروعیت نه وي خوندي کړي.
که د حاکمیت، وړتیا او مشروعیت پورته تعریف ته ښه ځیر شو راته به روښانه شي چې دا کار اوږدمهاله، ګډو نه ستړې کیدونکو ملي هڅو ته اړتیا لري، ټول افغانان باید کلکه ملا وتړي او یو بل ته لاس ورکړي چې ملک له بحران څخه راوباسي او خپل وطني دین ادا کړي.
بیا هم په پای کې ویلای شو چې که سوله رانه شي نه به ملي بنسټونه (نهادونه) جوړ، ټینګ او پرانستي شي، نه به د خلکو مشارکت او شورایي نظام ټینګ شي، نه به دولت او ملت له ماتیدونکي حالت څخه راووزي، نه به د پردو له لاسوهنو خلاص شو او نه به هیڅ کوم ګټور نظام په ملک کې جوړ شي. نو ځکه ویلای شو چې سوله د ملک لمړۍ درجه اړتیا ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.