سوله – مونږ – پاکستان او امریکه

 

ډاکترسیدصلاح الدین سعیدی
دوشنبه د جولای به ۲۲ چې د۱۳۹۸ لیږدیز لمریز کال د چنګاښ له ۳۱ نېټې سره سمون خوري د پاکستان د پوځ لو درستیزجنرال بجوه او د هغه دحکومت د مشر عمران خان اوملګري پاکستاني ټیم لیدنه او ناسته د امریکی د جمهور رئیس دونالد ترامپ سره په سپینه ماڼۍ کې وشوه.

د لوړ پوړی پاکستاني رسمي مشرتابه د قطري شخصې تجارتي هوايي شرکت په واسطه په داسې حال کې امریکی ته سفر وکړ چې د پاکستان هوایي شرکتونو پروازونوباندې د پرواز نړېوال تعزیرات لږېدلي.
دا سفر په داسې حالت کې کېږي چې د پاکستاني هیأت له دغه سفر څخه یو ورځ مخکې د امریکی د بهرنیو چارو وزارت رسماً بې خبري وښودله.
د مالوماتو له مخې د پاکستان دغه لوړ رتبه حکومتي ټیم امریکې ته په امریکې کې د یو هېواد په کچه د معمولو پروتوکولي تشریفاتو نه برخمن نه شو. دغه هیأت ته د امریکې هوايې ډګر کې د امریکی د رسمي لوري لخوا هرکلای ونه ویل شو. امریکې کې ددې هيأت ښه راغلاست ته، امریکې کې د پاکستان د سفارت او د پاکستان دبهرنیو چارو د وزیر محمود قریشي لخوا چې پخوا امریکې ته تللای وه ، هرکلی وویل شو. دغه هیأت له میدانه نورمال مسافر بري بس کې سفر وکړ او پهدامریکې کې د پاکستان په سفارت کې په خپل درې ورځني سفر کې استوګنه لري.
ویل کیږي چې د پاکستان او امریکې جمهور رئیس نننۍ ( ۲۲/۰۷/۲۰۱۹ لېږدیز) کتنه او ملاقات د سعودي د ولیهد محمد بن سلمان د ټرامپ د زوم جارېد کوشنر سره د خپلو شخصي اړیکو به کارولو سپارښت او د سناتور لېندزي ګراهام په سپارښت کله چې دغه سناتور د روان کال د جنوري په میاشت پاکستان ته سفر کړای وه، تنظیم او توافق شوای وه.
داسې ښکاري چې د امریکایی او پاکستاني دغه ناسته کې د سعودي د ایران ضد اهداف او پاکستان برخې، د پاکستان د بد اقتصادي، سیاسي حالت نه د وتو او د افغانستان په هکله د پاکستان د نوې لوبې د ادامې بحث صورت میندلای دی.
د مالوماتو او شوو اظهاراتو نه په ښکاره ښکاري چې د طالبانو پر سر د پاکستان د مقاماتو تجارت روان او پاکستاني جانب د طالبانو او افغان حاکمیت لخوا د ناستې او تفاهم پر خپل اهمیت باندې و لو په افغانستان د خودکشو او سلهاونو نورو وژنو په عملي کولو په بري سره توانیدلای دی. تأکیداً ثابته شوه چېر د طالب په نامه د پاکستان د تجارت لړۍ روانه او پاکستان خپل امتیازات قدم په قدم تر لاسه کول غواړي او دادی ترلاسه کوي. دا واقعیت نه دې د طالب مشران هم خبر وي چې دي.
داچې ددې امریکایي، پاکستاني تجارت په لړ کې به طالبان د ایران لمنې ته پناه ویسي اوطالب مشران به څومره د پاکستان له لومو او تجارت څخه دخلاصولو په لړ کې به سر په سلامت یوسي او یا د ایران او یا روسانو لمنې ته پناه یوسي او په دې به قادر شي او که نه، او یا به دپاکستان د تجارت موجه وسیله پاتې او د افغانستان د خلکو د تراژیدۍ د اوږدېدو لامل شي او یا به افغاني او اسلامي معقولو، رغنده ممکنو، عملي اقداماتو ته متوصل شي، دا هغه حالات، امکانات اوممکنې سناریو ګانې دي چې زمان به دهغو درست ځواب ووایي.
د ټولو نه مهمه او د تأسف او خام سیاست خبر ده چې افغانان او نړۍ ورته پام وکړي او هغه دا چې د سیاست اصلي موخه د خپلو ګټو د خوندي کولو خبر او موخه ده. داچې امریکه او پاکستان به خپلې ګټې خوندي کول غواړي او کوي شک نه شته. داچې د افغان لوري او مظلوم افغان ملټ ګټې به دلته څوک ټأمینې کړای شي، هغه سوال دی چې دافغانستان اولس مخکښانو، سیاسونو، او افغان موجوده کابل حاکمیت ته راجع کیږي.
داسې ښکاري چې دلته د افغان مظلوم اولس د لسها کلو قربانۍ د خبرو او مذاکراتو اساس او بنسټ نه تشکیلوي او جناب ترامت وایي چې د «پاکستان په مرسته او مشوره به له افغانستانه وځي »
امریکه او نړۍ دې په ده باور ولري چې له افغانستان د هغه امریکایی وتنه؟!چې د پاکستان په مشوره او مرسته وي، او افغانستان کې د پاکستان د ملیشو د عدم مداخلي او نورو افراطي ډلو د تحرکاتو دمخنیوي عملي لارې چارې په کې په نظر کې ونه نیول شي او د امریکی د افغانستان نه د وتلو تدابیر د پاکستان په مشوره او مرسته وي په یقین به د امریکی په افتضاح او د افغانستان د غمیزې به سختې اوږدېدو تمام او موجب شي.
تمام شواهد اومستندات ثابتوي چې د سیمې او په رأس کې افغانستان دخلکو د تراژیدۍ یو ستر لامل او افغانستان کې د نړېوالې او امرېکی د ناکامېدو یو ستر لامل د پاکستاني استابلشمنت دوه مخی، مکار سیاست دی او که اوس هم افغانستان کې سوله او تفاهم؟! د جناب ترامپ د اظهاراتو سره سم د پاکستان په «مشوره او سپارښت» راځي نو دا پاکستانۍ سوله او مشوره به د امریکی او افغانستان دنورو سترو مشکلاتو او کړکیچو لامل شي.
دافغانستان خلک او نړېواله ټولنه دې برخه کې دپاکستان د سیاستو بدې تجربې لري او د پاکستان د قول او عمل ترمېنځ سترې، مکارې فاصلې وې او دي.
پاکستان د سیمې میلیونهاو انسانو ژوند ژغورلای شوه ، چې د ترور او دهشتروزنه او صدور نه لاس اخیستلای وه او لاس واخلي. خو عمل کې يې دا کار ونه کړ او دادی امریکه ورته د امتیاز او ډالرو د ترلاسه کولو لپاره ترور او دهشت د روزنې او له نړېوالې ټولنې د ارزوني به لړ کې پاکستان ته د امتیاز او مهم رول تأکید کوي. نړۍ امید لري چې د پردې تر شا پاکستان ته دقیق او عملي تغیر توافق شوای شوي چې جرم او جنایت نه لاس واخلي. او دا کار عمل کي وکړي.
افغانستان کې د پاکستان نفوذ او د پاکستاني پیرانو او ګیلانینانو او اجنتانو وجود هیڅ څوک منکر نه دي خو دا نباید پاکستان ته د جزیه ورکولو مشروعیت لپاره وکارول شي.
داچې پاکستاني لوری طالبانو د افغان حاکمیت سره د کېناستو فیصله وکړه د سهیل شاهین او طالب مشرتابه لپاره باید جالب خبر وي، خو نړۍ دې هم خبره وي چې د کړکېچ اصلی مرکز او متفکر مغز د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ دی.
تمام تېرو ۴ لسیزو او د اته میاشتنیو طالب او امریکې د سولې مذاکراتو شواهد اومستندات ثابتوي چې پاکستان دې برخه کې عملي اقدام نه دي کړای. د طالب پاکستان دې مطالبې چې

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.