سور صلیب: افغانستان کې د ورځې په اوسط ډول ۲۷۰ کسان ټپيان کېږي

 

تاند (چهارشنبه د سرطان ۳۰) د سره صلیب نړیوالې کمېټه یا ای سي ار سي وايي چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.

ای سي ار سي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړو له امله د ملکيانو د تلفاتو په شمېر کې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی راغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ورځې په اوسط ډول ۲۷۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ټپيان کېږي چې جدي درملنې ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جګړو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدو په هکله د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د سره صلیب کمېټه وايي، د دوی د فزیکي بیا رغونې او د مصنوعي غړو د نصب برخې په تېرو شپږو میاشتو کې ۷ زره او ۱۳۰ تنه زخمیان ثبت کړي او له ۷۰۰ نه ډېر مصنوعي غړي یې هغو ناروغانو ته اچولي چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې د سره صلیب کمیټې مشر ایلوا فیلیون وايي، د جګړې له امله تاوتریخوالی، ناامنۍ، د اوبو او برېښنا د زېرمو له منځه وړل، امکاناتو ته نه لاسرسي او صحي مرکزونو باندې بریدونه هغه لاملونه دي چې د افغانانو ژوند یې ګواښلی دی او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې ملکیانو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.