سهېل شاهین: بندیان به مو له خوشې کېدو وروسته جګړې ته نه ستنېږي

 
تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په افغان زندانونو کې د دوى بندیان به تر خوشې کېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

طالبانو که څه هم پخوا ټینګار کاوه چې له بندیانو یې باید ضمانت وانخیستل شي خو د حکومت او طالبانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په اړه له خبرو وروسته اوس دا ډله وايي، د دوی بندیان به تر ازادېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي: ” زموږ بندیان به خپلو کورونو ته راستانه شي او اړتیا نشته چې جګړې ته مخ کړي، له امریکا سره په هوکړه لیک مو په دې اړه تضمین شوی چې زموږ بندیان به د جګړې لیکو ته نه ستنېږي.”

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل ویلي وو، چې له تخنیکي پروسې وروسته به د بندیانو د خوشې کېدو زمینه سازي وشي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي وو چې د مارچ په ۳۱ مه ڼېټه به د بندیانو د تبادلې لړۍ پیل شي خو دغه پروسه تر اوسه نه ده پیل شوې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.