سرچینه: ارګ او جمعیت ګوند پر ځينو مسائلو توافق ته رسېدلي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمهوري ریاست او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د خبرو په دوام یوه باوري سرچینه وايي، دواړه خواوې پر ځینو مسائلو توافق ته رسېدلي دي.

سرچینه چې نه غواړي د موضوع د محرمیت له کبله یې نوم یاد شي ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم پرمختګونه ډېر ورو دي، خو نتیجو ته هیله مندي شته.

یادې سرچینې د اساسي قانون د تعدیل لپاره د یوه ځانګړي کمېسیون تشکل یو له هغو مواردو څخه یاد کړ چې توافق پرې شوی دی.

اخوا د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي چې حکومت تراوسه د جمعیت ګوند یوه غوښتنه هم نه ده منلې.

ښاغلي اسماعیل خان د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې د جمعیت او ارګ ترمنځ د خبرو لړۍ روانه ده خو هېڅ پرمختګ پکې نشته.
نوموړي زیاته کړه:

“د خبرو ور پرانیستی دی، خو تر اوسه مذاکرو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې، هغه موارد چې د جمعیت ګوند حکومت ته وړاندې کړي حکومت یې نه مني.”

جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د ولایت له مقامه د عطا محمد نور د لېرې کېدو په بدل کې حکومت ته ځینې وړاندیزونه کړي دي.

له تېرې اوونۍ راهیسې د ارګ او جمعیت ګوند پیل شوې مذاکرې څه نتیجه لري؟

د اساسي او د انتخاباتو په قوانیونو کې د تعدیلاتو رامنځته کېدل، په بلخ کې د جمعیت ګوند په خوښه د والي او امنیه قوماندان ګمارنه، د سیاسي احزابو په خوښه بیا ځلې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د غړیو ګمارنه او په خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو ترسره کول د جمعیت ګوند مهم وړاندیزونه دي.

نور: که خبرو نتیجه ورنه‎کړه، نو خپل پلویان به مدني نافرمانیو ته راوبولم

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان باس بیا وویل چې ژر تر ژره باید په بلخ کې له سوله ییزې لارې واک انتقال شي.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان بیا وايي، دا چې حکومت د توافق له مخې رامنځته شوی نو په بشپړه توګه د اساسي قانون عملي کول ښايي اسانه نه وي.

له ډلې یې اسدالله میلاد ازادي راډیو ته وویل:

“هغه حکومتونه چې د بهرنیو عواملو په نتیجه کې رامنځته شوي وي دا ډول کړکېچونه پکې وي او د مرکزي حکومت سره د سیمه ییزو ادارو لانجې طبیعي امر دی خو که چېرته یې نظریات تر یو بریده په پام کې ونیول شي زه فکر کوم دغه ستونزه حل کېدای شي.”

د ښاغلي مېلاد په خبره د روانې سیاسي لانجې د حل لپاره د دواړو خواوو په دریځونو کې نرمښت مهم دی او په ورته وخت کې حکومت هم باید په بلخ کې د رهبرۍ د بدلون لپاره هغوی ته چې له دې اړخه اندېښنې لري واضح او قناعت ورکونکی ځواب ووايي.

خو خپله ارګ تر دا مهاله په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.