سرچینه: ابوظبۍ کې د ملا هبت الله د پلاوي او افغان حکومت مذاکرات روان دي

 

تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د افغانستان د امنیتي بنسټونو یوې مؤثقې سرچینې تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، نن جمعه د طالبانو د ملا هبت الله څانګې یو پلاوی د اماراتو او سعودي عربستان په توسط ابوظبۍ ښار کې له افغان حکومتي استازو سره خبرو ته کېنول شوی دی.

سرچینه وايي، غونډه لا هم روانه ده او وروستي معلومات به یې بیا شریک کړای شي.

سرچینه وايي، د ملا هبت الله د ډلې او د ملا برادر د ډلې تر منځ په وروستیو کې د مذاکراتو په تړاو اختلافات زیات شوي او هبت الله فکر کړی چې ملا برادر او د قطر دفتر تر ډېره امریکایانو ته لېواله دي.

سرچینې همدا راز ویأي، چې د قطر دفتر د کویټې طالبانو ته د مذاکراتو د جزیاتو له ورکولو هم تر ډېره ډډه کوله چې له کبله یې د ملا هبت الله ډلې په کابل کې د امریکایانو پر کاروان برید وکړ او مذاکراتو ته یې په دې شکل ضربه ورسوله.

د سرچینې په وینا، پاکستان او قطر له دې ویرې چې ملاهیبت الله ‌‌‌‌‌‌ډله د سعودی او اماراتو سره مستقیمو اړیکو او منځګړتوب له لارې غواړي، له افغان حکومت سره خبرې وکړې د ملابرادر ‌‌‌‌‌‌ډله یی رامخ ته کړې او اسلام اباد ته د طالبانو وروستي سفر او هلته شل ورځې تېرولو دا اختلافات لا زیات برسېره کړل.

همدا راز زلمي خلیلزاد او پاکستان هڅه وکړه چې وروستی سفر کې د دواړو انشعابي ‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ روغه جوړه وکړي او په همدې موخه یې د مذاکراتي ټیم په کويټه کې شل ورځې ایسار کړی و چې هیڅ ګټه یې ونه کړه.

د دغه خبر په تړاو افغان رسمي حکومتي چارواکي تاند ته څه نه وايي، نه هم طالبانو تر اوسه پورې په خپل منځ کې اختلافات تایید کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.