سرخط؛ په بلخ او فارياب کې لس قرارګاوې له جګړې پرته سقوط شوې

 
د حکومت له خوا د پخوانيو جنګي قوماندانانو او جهادي توپکوالو تر نيولو وروسته اوس په شمال کې جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي ډلو بيا د حکومت پر ضد لاره يوه کړې او غواړي له بېلابېلو لارو پر حکومت فشار راوړي چې د زورورو جګړه‌مارو له نيولو لاس واخلي.

په شمال کې له سيمه‌يزو پوليسو نيولې، د خيزش مردمي په نامه تر ناقانونه وسله‌والو پورې ټول يې د همدې دوو ډلو پخواني جهادي توپکيان او بړېڅي دي چې په خپلو سيمو کې يې د خلکو ژوند سخت کړی او د حکومت ټولې پرېکړې ننګوي.

په دې سربېره، په شمال کې د طالبانو بېلابېلې کړۍ هم د همدې دوو ډلو جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي په سيمه‌يزو زورورو قوماندانانو پورې تړلې دي چې وخت ناوخته پر اوردو او سرتېريو بريدونه کوي، په قاچاق، درنو غلاوو او سړي تښتولو کې پراخ لاس اخلي او په دې سربېره، په خپلو سيمو کې د دغو زورورو ګټې ساتي.

څه موده وړاندې په ښه حکومتولي کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي او د جمعيت ګوند سرلاري احمد ضيا مسعود په يوه غونډه کې په ښکاره وويل چې په شمال کې د نظام پر ضد د پخوانيو جهادي تنظيمونو جمعيت او جنبش هغه کسان جنګېږي چې مشرانو ته يې په حکومت کې برخه نه ده ورکول شوې.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي ډلې د پخوانيو جهادي قوماندانانو او اوسنيو خپل سرو وسله‌والو پر نيولو حکومت ته غوسه شوې او دواړو د حکومت پر لاره يوه کړې ده.

دوی د شمال په بېلابېلو سيمو کې خپلو وسله‌والو، خيزش مردمي او نورو ډلو ته تر غوږ ورتېره کړې ده چې سيمې طالبانو ته خوشې او سقوط کړي.

په فارياب کې د جنرال دوستم د ښي لاس «نظام الدين قيصاري» تر نيول کېدو وروسته، دوستم هم په خپله يوه اعلاميه کې ګواښ کړی و چې که قيصاري ژر خوشې نه کړي، په شمال کې به ناامنۍ لا ډېرې شي.

اوس وروستي مالومات دا دي چې يوازې په تېرو دوو شپو کې په بلخ او فارياب ولايتونو کې لس قرارګاوې له جګړې او دفاع پرته يو په بل پسې سقوط شوې او د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

قيصاري په فارياب کې د اووه زره په شا و خوا کې وسله‌وال کسان درلودل او ټولو يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو او ورڅېرمه ولايتونو کې د سيمه‌يزو پوليسو او خيزش مردمي په نامه وسلې ګرځولې.

د وړمې شپې له ماښامه راهيسې د دغه ولايت له المار څخه تر ميمنې ښار پورې، د المار، قيصار او ميمنې اړوندې شپږ لويې پوستې او قرارګاوې له جګړې پرته سقوط شوې دي.

د دغو ټولو پوستو واک له سيمه‌يزو پوليسو سره و چې مشري يې نظام الدين قيصاري کوله.

د فارياب قومي مخور حاجي مبين وايي، د جنرال دوستم په مشري د جنبش اسلامي ډله غواړي په دې توګه پر حکومت فشار زيات کړي چې قيصاري بېرته خوشې کړي.

دی وايي، د جنبش مشرانو په فارياب او ورڅېرمه ولايتونو کې خپلو پلويانو ته چې د سيمه‌يزو پوليسو او خيزش مردمي په نامه وسلې ګرځوي، ويلي دي چې ټولې سيمې دې له مقاومت او جګړې پرته خوشې کړي چې سقوط شي.

هلته بيا د بلخ په چمتال ولسوالي کې له پرون راهيسې څلور لويې پوستې او قرارګاوې له جګړې پرته يو په بل پسې طالبانو ته سقوط شوې دي.

د دغو لويو پوستو واک بيا د جمعيت اسلامي له سيمه‌يزو پوليس او ناقانونه وسله‌والو سره و.

دوی هم د جمعيت او جنبش د ايتلاف له امله چې د حکومت پر ضد يې لار يوه کړې ده، خپلې سيمې طالب وسله‌والو ته خوشې کړې دي.

د چمتال قومي مشر حضرت ولي خان له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولسوالي کې د امنيت ټولې چارې د جمعيت ګوند له پخوانيو جهادي توپکوالو سره دي او مشري يې هم د همدې ګوند پخواني قوماندانان کوي.

دی هم وايي، د سيمو سقوط او د ناامنيو ډېرېدل د حکومت پر ضد د جنبش او جمعيت ګوندونو نوی تاکتيک دی او غواړي په دې توګه حکومت پر هغو پرېکړو پښېمانه کړي چې د سيمه‌يزو زورورو د نيولو په اړه يې کړې ده.

وړمه ورځ د چمتال د سقوط شويو سيمو د بيا نيولو په موخه د بلخ په ولايت مقام کې يوه امنيتي غونډه هم شوې وه چې د جمعيت ډېری پلويانو برخه پکې اخيستې وه او بې‌پايلې پای ته ورسېده.

په بلخ کې ځينې امنيتي سرچينې وايي، په شمال کې په دې ورځو کې شاهين قول اردو په بېلابېلو برخو کې په عملياتو بوخته ده او د حکومت سياسي مخالفې ډلې غواړي د سيمو په سقوط سره پر دغه قول اردو هم فشارونه زيات کړي او سرګردانۍ ورته جوړې کړي.

د دغو سرچينو د مالوماتو په اساس، په دې ورځو کې شاهين قول اردو په بغلان، کندوز، فارياب، سرپل او د شمال په ځينو نورو سيمو کې پر يوه وخت د ترهګرو پر ضد په عملياتو بوخته ده چې پخوانۍ ناامنې سيمې له وسله‌والو پاکې کړي، خو وايي، که نوې پوستې او قرارګاوې سقوط کوي، قول اردو به ستونزو سره مخ کړي.

د شمال امنيتي سرچينې اندېښمنې دي چې ښايي د جمعيت او جنبش ګوندونو د دغه پلان او تاکتيک له مخې د فارياب د جمعه بازار، د جوزجان د درزاب، قوش تيپې او د شمال په په بېلابېلو نورو سيمو کې لويې پوستې او قرارګاوې همداسې له جګړې پرته سقوط او د طالبانو لاس ته ولوېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.