سرخط؛ يو سرتېری؛ چې نيم وطن يې د احسان پوروړی دی

 

 

تاند  :د ميوند په سره بغل کې د خلکو د تګ راتګ پر لاره کوم ناځوانه ماين خښ کړی، شېبه په شېبه په سيمه کې وېره زياتېږي، غوږونه د يوه درانه غږ اورېدو ته څک دي، دوړې، خاورې، لوګي، هوا ته پورته کېدونکې لوخړې، بېرته د ځمکې پر لور د انسانانو راروان اندامونه د هر لاروي تر سترګو سترګو کېږي، لارويان په تېښته دي، خو د دې ټولو په منځ کې يو کاکه افغان ځوان ارتې تڼۍ، په يوه کميس کې، له يوې قيچي او برچې سره د خښې شوې بلا پر خوا ور روان دی، شېبه وروسته به د بلا رګونه پرې کړي او سيمه به له يوه لوی ناروين څخه وژغوري.

د مېړانې دا صحنه دا دوولس کاله کېږي چې په کندهار کې کلي په کلي تکرارېږي، يو ګمنام سپاهي د لسګونو زرو هېوادوالو ژوند ژغوري. نه امکانات لري، نه يې زغره په تن ده، نه له چا د څه تمه لري، نه يې د چا نوم زده دی، نه يې څوک پېژني، نه يې چا ته د اوسېدو کلی مالوم دی، راشي، د يوه لوی غم مخه ونيسي، د لسو شلو مېندو اولادونه له مرګه وساتي، بېرته ولاړ شي، ورک شي او بيا د سيمې له خلکو د خپل دغه ځوانمرده خواخوږي رنګ هم هېر شي. ځوان تللی وي، په يوه بله سيمه کې له مرګ سره پنجې نرموي او د وطن ساتنه کوي.

دا ګمنام سپاهي، لومړی څارن “سراج الدين افغان‌مل“ نومېږي، د کندهار د پنجوايي، د زنګاوات کلي اوسېدونکی دی او دا دوولس کاله کېږي چې د کندهار له يوې تر بلې ولسوالي سرګردانه ګرځي، دوښمن ماينونه خښوي او دی يې بېرته شنډوي. افغان‌مل تر اوسه تر ۱۰ زره زيات ماينونه شنډ کړي او په دې توګه يې د لسګونو زرو هېوادوالو ژوند ژغورلی دی.

دی د نړۍ د نورو ماين شنډوونکيو غوندې امکانات نه لري، د افغانې مور زوی دی، نه يې څوک په قدر پوهېږي، نه يې چاته په ناداره او غريبه ورځ ژړا ورځي، حتا د ماين شنډولو ته زغره هم نه لري چې وايې‌غوندي. يوه برچه، يوه قيچي او د ماين موندلو يوه اله چې هغه هم زيات وخت کار نه کوي، د خونکارو بلاوو په جنګ کې، د سراج الدين د لارې مله دي، خو بری همېشه د دوی په برخه وي.

دوه دېرش کلن سراج الدين له نن څخه پنځه‌لس کاله وړاندې د ملي پوليسو په ليکو کې شامل شو او دوولس کاله وړاندې په لومړي ځل يوه خښ شوي ماين ته چې څو شېبې وروسته يې د لسګونو کسانو ژوند اخيست، د خپلې مېړانې د اثبات په نمت وروړاندې شو.

دی هغه مهال د ماين په شنډولو نه پوهېده، خو زوړور و، په ماين کې يې پړی واچاوه او په ټانک پسې يې کش کړ، تر هغه وروسته سراج الدين ګمنام سپاهي شو او لسګونه زره مېندې يې د اولادونو په مرګ، له چغېدو وژغورلې.

دی اوس د کندهار ولسوالي په ولسوالي، کلي په کلي ګرځي، چېرته چې ماين خښ وي، هلته د سراج الدين نوم د خلکو په خوله وي، چېرته چې مرګ کمين نيولی، هلته سراج الدين ځان رسولی وي.

کلونه وړاندې د بهرنيو سرتېريو د يوې ډلې پام سراج الدين ته اوړي او پرېکړه کوي چې دی او څو نور ماين پاکوونکي، په لسو ورځو کې، مسلکي و روزي، روزنه پيلېږي، خو سراج الدين دومره تجربه پيدا کړې وي، له داسې ماينونو سره مخ شوی وي چې تر اوسه يې روزونکيو په اړه اورېدلي هم نه وي.

د روزنې په دويمه ورځ روزونکي د سراج الدين تجربې د ټريننګ برخه ګرځي او بيا پاتې اته ورځې، هم روزونکيو او هم پاتې ماين پاکانو د سراج الدين خبرو ته غوږ نيولی وي.

“دښمن نوي ماينونه جوړ کړي وو چې خښ به يې کړل پر سر به يې يوه شمسي ښيښه ورايښې وه، کله چې به خاوره ځنې ايسته شوه، د لمر وړانګې به پر شمسي ولګېدې او درز ماين به وچاودېده، ما دوی ته وروښوده چې ماين شنډوي بايد يو پټو پر سر هوار کړي چې د ماين پر ښيښه د لمر وړانګې و نه لګېږي.”

ده سرخط ورځپاڼې ته وويل، څه موده وړاندې په ميوند ولسوالي کې دوښمن يوه زرنج رکشه چارج کړې وه، له څلورو خواوو يې تارونه پکې تېر کړي وو، بهرنيانو ته په لاس ورغلې وه، څلور ساعته پرې اخته ول، خو د شنډولو په چل يې نه پوهېدل، بيا يې دی ور وغوښت او په نيم ساعت کې يې زرنج خنثا کړ.

څو ورځې وړاندې يې د ملي اردو د يوې قرارګاه د دېوالونو په خوا کې په يوه ورځ لسګونه ماينونه چې د دغې قرارګاه د بشپړ الوزولو په موخه په خورا مهارت ځای پر ځای شوي وو، په يوازې ځان شنډ کړل.

سراج الدين اوس دومره تجربه لري چې ځينې ماينونه له ماين موندونکې الې پرته هم موندلای شي او خنثا کوي يې.

“ډېر داسې ماينونه دي چې ماين‌پال يې نه‌شي پيدا کولای، خو زه اوس دومره تجربه لرم چې پر لاره روان يم، پوهېږم چې پر دغې لاره، په کوم ځای کې ماين خښ شوی دی. هغه که هر ډول ماين وي، زه يې دقيق ځای مالوموم او له کاره يې باسم.”

ده سرخط ته وويل، اوس دوښمن داسې ماينونه هم پيدا کړي دي چې په سترګو ژر نه ليدل کېږي. لکه د اغوستلو د کوټ ټوکر داسې دي او پر سړک هوارېږي.

سراج الدين چې پر سړک تېرېږي، که دغه ډول ماينونه و هم نه ويني، حواس يې ورته خبر ورکوي چې پر سړک دغه ډول ماين هوار شوی، هماغه لحظه ورپسې ګرځي، پيدا کوي يې او شنډولای يې شي.

څه موده وړاندې د ارغنداب په کارېزک کلي کې ورته طالبانو د پاکستاني انجينرانو په مټ ماين ځای پر ځای کړی او دی يې ننګولی و چې که يې دغه ماين شنډ کړ، بيا به ورته د تل له‌پاره مات وي، خو سراج الدين هماغه ماين چې هم په شمسي ښيښه، تمانچه، کش پټاکيو، ريموټونو، ټايم، موبايلونو او نور وسيلو سمبال و، له ځان سره خپلې قرارګاه ته راووړ.

دغه ګمنام سپاهي تر نورو عسکرو هيڅ زيات امتيازات نه لري، نهه زره حلالې افغانۍ د مياشتې په پای کې اخلي او خپلو دوو لوڼو، يوه زوی او مېرمنې ته ورباندې حلاله ګوله ډوډۍ برابروي او خپلې دندې ته د عبادت په سترګه ګوري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.