زموږغښتلي زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛ دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

 

عبدالقیوم

زموږغښتلي

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

دوهمه برخه:

زما د دې خبرو تصدیق موږ اوتاسي ټول کوو او ژوندي شاهدان یو، تاسي د پاکستان د هغو خائینو چي افغانان یې د خپلو خلګو وژنو او هیواد خربولو ته د اسلام په نوم لمسول دهغه جنګی ماشین مینیجران، چلونکو او صلاحیت لرونکو مشرانو ( جنرال ضیاالحق، جنرال اختر، ډګروال یوسف، پرویز مشرف، بې نظیر بوټو، نوازشریف اولوی امریکا یې لیکوال سټیو کُول) لیکلني، ویناوي او چاپ سوي کتابونه وګورۍ چي د وا قعیتونو څخه ئې پرده پورته کړېده.
د خائینو لخوا لمسول سوي افغانان او د خائینو پلاس روزل سوي افغانان چي لږ شمیر یې مړه او نور یې اوس ژوندي دي، د ولس د بیچارګي او نه زده کړو له برکته په ټولنه کي هغوی د حاجی، قهرمان، مجاهد، شهید او غازی په نوم یا دېږي، هغوی ټول په رښتیا د (C,I,A،m,c,k او I,S,I ) او ډیرو نورو پر دیو شبکو جاسوسان وه او دي. وګورۍ دهغوی د ښمني له افغان ولس سره په نوم د جهاد چي یې د پردو په تحریک، پیسو او وسلو راشروع کړي او لا یې تبه نه ده شلیدلي او پرهغه وخت له ځانه جوړي خبري، نقلي درواغجني لیکني، کتابونه، دهغوی جوړ کړي قهرمانان، فلمونو او تبلیغاتي پروپاګندې، د هغو خپرول، د دغوخبرو بیانونه د نورلیکوالو سر بیره د پاکستان د ( I,S,I) لوی افسر ډګروال یوسف او سټیوکهول د واشګټن پوست وروځ پاڼي مدیر په خپلو کتابو (تلک خرس) او ( د پیرانانو جګړېGHOST WARS )کي بیان سوي دي.
باورلرم چي دغه له واقیعتونو څخه بیګانه لیکني اوفلمونه لګه څنګه چي اوس یې په لوستلواو د خپلو افغانانو په کړنو سړی شرمېږي، خوپه راتلونکي نژدې او لیري زمانوکي زموږ یو تعداد مطلب اشنا او دتعصب پر اس سپاره لیکوال او دهغوی پاته شوني داوس په شان د مستند و ماخذونو په توګه کار وي، خیر ، په هر ډول چي وه.
خوښ یم پدې چي موقع راته برابره سول څو په یو څوصفحو کي زموږد شاته پاته ساتل سوي ټولني هغه د خپل وخت او زمان پر بیوزلو، غریبو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو، میړنیو، د هغوی پر مړاني، غیرت، ټینګوالي، غښتلتوب، پاکي او افتخارات یو څه لیکم. پر هغو یو څه و لیکم چي هر څه یې یوازي د خپلي پاکي عقدې او مړاني قرباني کړه، نه شتمن سول او نه چا یاد کړه. البته زموږ په ټولنه کي چي خط لیکونکي او خط لوستونکي مو نه لرل یا مو لږ لرل نو د دغو پورته صفتونو د درلودونکو ډېره برخه هغه نالوستي هیواد وال وه. نن ورځ چي موږ افغانان د کومو لږو افتخاراتو ذکر کوو یا کیږي هغه بل څه نه دي پرته له جنګ جګرو او په جنګ او جګړو کي د ښه ځلیدو څخه چي په دغه جنګ او جګړو کي زموږ نالوستۍ هیواد وال استعمالېدل، افتخارات او ګټه بې غاصیبو وړل.
د وطن حالاتو شرایطو امکاناتو او وخت ته په کتوسره زموږ ټینګ، غښتلي هم هر یو په خپل محل کلي منطقه ولسوالۍ او ولایت کي ترهغه ځایه چي خبر یې رسیدلي دئ په هغو محلونو کي به خلګو دوی د خپلو ښو اخلاقو، نیکو اعمالو له وجهي په ټینګو، غښتلو، نامتو، میړنیو اوغیرتمنو سره یادول، هلته به دهغو خلګو په منځ کي د اعتبار او اعتماد خاوندان وه. غښتلۍ هغه شخص دئ چي د بیوزلو سره مرسته کوونکي امانت ساتونکي هغسي چي بیرته امانت خپل اصلي مالک ته سپارونکي وي.
پس یوله د غو پورته صفاتو څخه چي د چا کم وي ممکن یو کس به ټینګ وي یوازي ټینګوالۍ غښتل توب نه دئ. غښتل توب وړتیا په انسانانو کي ئې تر ډیره حده فطري هم وي. دا منم چي اقتصاد، ټولنیز مناسبات، ښوونه او روزنه ورباندي پوره اثر لرلای سي.
زه په دغه لیکنه کي ډېرځله خپل ټینګ، غښتلي په دغه نوم (پایلوچ) نه لیکم ځکه چي دغه د پالوچ نوم زموږ پرټینګو، غښتلو او نامیانو باندي د اول ځل دپاره د افغان د ښمنو (پارسیانو او د هغوی پلویانو افغانانو) لخوا په پوهه سره زموږ د ټینګو، غښتلو سره د کینې او د ولس په ذهن کي د هغوئ د بدو پېژندلو په مقصد استعمال سوېده.
زه زموږ ټینګ،غښتلي زموږ نامیان او زموږ ښه ځوانان د (ټینګو، غښتلو) په نوم لیکم. او ستاسي دوستانو څخه مي هیله داده چي خپل ټینګ،غښتلي په ښه نوم سره ولیکۍ، دا خبره لمرغوندي ښکاره ده چي زموږ افغانانو نور افتخارات بیله جنګ او جګړو څخه یا نسته یا دونه کم دي چي پرهیڅ شماردي.

د ساري په توګه: دچنګیز، الاکو، تیمور لنګ، د مغولو دامپروتوری، د پارس د اشغال د منځه وړل، دپانی پت جګړه، د میوند جګړه، د میکناټن وژنه، د انګریزی فوځ دری ځله تیری او د هغوی شړنه، د روس سره جګړه او دهغو شړنه، د ناټو له قواو سره مقابله، جګړه او سر ښندني.د دغو جنګونو او جګړو اثر وه د افغانانو پر ذهنونو چي شاعرانو مو ډېر حماسي اشعار لیکي دي او لا کي لیکي، په ټولنه کي په پراخه اندازه حماسي لنډی له دی سببه شتون لری. او تر ډېره حده د ولسونو پر ذهنونو باندي ښه لګېږي.
که درحمان بابا، شمس الدین کاکړ، د پیر محمد کاکړ، سلیمان ماکو، دخوشحال خان د یوان، د حمزه شینواري اشعار، د غنی خان اثارچي ګورې پر لږ پند تصوف او نصحت سر بېره چي لري ئې ډېر یې، شرابو، مستیو،توری، لیندی، غشی، کماني اوتوپک سرمینه کړېده، د فردوسي شا هنامه هم چي د دری ژبی د شاهکارو کتابونو له جملی څخه یو شاهکاره کتاب دئ که هغه هم په غور ولوستل سي، هلته هم په افسانوی ډول ترجنګ او جګړو پا چهیو نیولو او ړنکولو پرته بل څه نسته.
مګر د شهنامی لیکوال حکیم ابوالقاتم فردوسي په خپل لوړقابلیت پوهي او مهارت د ښوغنی ادبیاتو فارسي الفاظو د پرځای کارولو په وجه هغه افسانوي جنګي کیسې د خپلي ښی لیکني په مټ داسي ښه په تر تیب سره او ډلي دي چي تاریځ پند او نصحت هرڅه ئې پر خپل ځای پکښي ځای پر ځای کړي او بیان کړي دي.
د لته لازمه ده یوه یا دونه وکړم https://www.facebook.com/images/emoji.php/v9/f24/1.5/16/1f641.png:( د خوښی ځای دئ چي د فردوسي شاهنامه له دری ژبی څخه د اول ځل لپاره پښتو ژبی ته دافغان غښتلې، ټینګ سیاستوال او لیکوال ډاکتر صالح محمد “زیری” په مټ را ژباړل سوېده) اوس زموږ پښتانه خوندي او وروڼه کولای سي پیدا یې کړي و یې لولي او ګټه ځیني واخلي.

هیله لرم زموږ دوطن ښه وړلایق او ماهر لیکوال په راتلونکي وخت کي زموږد وطن پر ټینګو او غښتلو باندي ډېر څه په ښوادبیاتو،په خاص مهارت شیرینوکلیماتو ولیکی، ځکه زموږد ټینګوغښتلو ژوند، سر ښندني وفادارۍ د خپلو خلګو سره مینه، صداقت، پاکي، جنګونه او د مړاني کیسې هیڅ یوه افسانوي او خیالي داستانونه نه دي، بلکي یو واقعي ژوند ؤ او همدا اوس هم په ټولنه کي شتون لري.

راځئ یوځل تېر تاریخ هم را یاد کړو چي د غښتلو په هکله یې څه لیکلي دي!

کله چي زه د ټینګو(غښتلو) د نوم یا دونه کوم معنی دا چي د دې غملړلي هیواد( د تاریخ زړه ته ور ننوزم) تاسي په پوره غور سره وګورئ چي موږ په دغه خاوره کي د سیاست، ولسي اړیکو، د قلم او توري په ډګرکي، د تصوف او پرهیزګارۍ په برخه کي( نارینه او ښځینه) څونه اتلان، ټینګان، غښتلي او سپیڅلی لرل. د ساری په توګه په تیر تاریخ کي: د مغلولی استمارګرو په وړاندي، بایزېد روښان او د هغه د نهضت د غړو نوم چي د توری، تصوف او پرهیزګارۍ ځلانده ستوري پکښې وه، سر بیره پرهغه خپله بایزېد روښان چي د طبقاتي مبارزی مشر او رهبر وو، همداسي خوشحال خان چي د خپل قلم په څوکه او د خپلي توری په مټ قهرمانه مبارزه کول یا دولای سوو، د هغه زمان د ښځو له جملي څخه د( دپیروښان ښځه بی بی شمسو، د حداد ښځه میرمن الایي نومونه را وړلای سوو، چي د پوهي سربیره یې مسلحانه مبارزه د مغلو په خلاف رهبرۍ کول او له دښمن سره په مخامخ جنګونو کي ولاړي وې.

په دغه شان د افغانستان په معاصر تاریخ کي: حاجي میرویس خان نیکه په مشری د جګړو د میدان غښتلي او د هغو کارنامي چي د پارس له اشغاله یې ولسونه خلاص او د اول ځل لپاره یې پښتو ژبه د دربار ژبه کړه، هغه نه سو هېرولای حاجي میرویس خان په سیاست، ټولنپوهنه، پرهیزګارۍ، ولسي اړیکوکي، د جنګ د ډګر یو ټینګ، غښتلي او وتلې شخصیت وو. بل مېړنی لوی احمد شاه(بابا) یا دوو، خان عبدالغفار خان، عبداصمد خان هر یو د خپل وخت او زمان ټینګ، غښتلي وه. چي نژدې د ژوند نیمه برخه یې د استعارګرو سره په زندانونو او شکنجو کي تیر سوۍ دئ. ښځینه ټینګی، غښتلي او میړنی خوندي مو تل د خپلو وروڼو په څنګ کي لرلې لکه: میرمن ملاله، غازی ادې( الماسه بی بې)، تور یالی بړیڅه، سر داره غازی، سونا بی بې) او نوري دغه څو تنی د نموني په توګه رایا دولای سوو. دوی هر یو د خپل ژوند او مبارزی ځانګړي کار نامي او داستانونه لري. چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لیکل کیدای سي.

دوی هریو پر خپل ځای باندي د آسمان ځلانده ستوری ګڼل کیدای سي، د هر یوه له شخصیت څخه و موږ ته سر لوړی ګران بیه او غنیمت تجارب او اثار پاته سوېدي البته زموږ د تاریخ او تولنیزوعلومو پوهانو استادانوهم پدې اړوند د خپل توان تر حده په کافي اندازه څیړني کړي او اثار یې لیکلی دي.

دلته پدې لیکنه کي زما ایشاره یو ځل بیا د نموني په توګه د دوی د نومونو یا دونه د دی لپاره وه چي زموږ څیړونکي او روښان اندې هغه نور نوم ورکي پروطن مین شخصیتونه چي دوخت د بهرني استعمار، استبداد او هم د کورنی ظلم او ستم ګریو په وجهه تراوسه پوري لا هم لکه سره غمیان تر ایرو لاندي دي، د هغوی د انساني او تاریخي حقوقو او دهیواد دتاریخي ویاړنو په توګه باید راژوندي کړي او نوی نسلونو ته یې ور وپیژني، البته زه نه غواړم دلته د سرکاري سړو یا اشخاصو په هکله څه و وایم.

وطندارانو زموږ بیچاره میړني ولسونه په خاصه توګه ځوانه طبقه د پېړیو پېړیو را پدې خوا هر کورني جأبر ( خان(۱)، پاچا، امپراتور، امیر، مذهبي مشر، تنظمي مشر، سیاسي مشراو رئیس جمهور) د ټینګواو غښتلو دکمي پوهي، یا نه پوهي او د ژوند له مجبوریتونو څخه د پردي یا بهرني د ښمنانو په لمسون او خپلو شخصي اغراضو او ګټو د خوندي توب په غرض د اسلام او انساني قوانینو خلاف لمسولي اواستعمال کړیدي.

(۱) خان: خان زموږ په ټولنه کي په بیلو معنی ګانو کارول کیږي ما د لته ډ فیوډال( د ډیري مځکي غاصب) په معنی سره کار کړیده. البته زموږ په هیواد کي فیوډال د نړۍ له فیوډالانو سره مځکه تر اسمانه فرق لري. فرق یې پدې دئ چي زموږ دهیواد فیوډال د بهرنیو هیوادونو په شان تر حساب د تېرو مځکو څښتن نه وو، مګر سیاسي واک او پر ولسونو ظلم کونه یې د بهرنیو فیوډالانو څخه ډېروو. ځکه خلګ یې وهل، خلګ یې وژل، د غریبو د سراومال تصرف یې کاوه. . . . .

بلې دا هم یو تریخ حقیقت دئ چي باید و یې منو همدغو خانانوملکانو او فاسدو حکومتي لوی واک لرونکو زموږ د دغه ِغښتلی قشر یو شمیر ځوانان داسي کارولي دي چي نه بخښونکي جنایات یې هم سرته په ورسول.

ټینګان یا غښتلي مو هم د دغه ولسونو د منځه راوتل او د دغه تراستثمارلاندي بیچاره ولسونو او لاده وه او دي. که تاسو هر یو یو ځل بیا د معاصر تاریخ هغه دانګریزانو سره درې معلومي او مشهوري جګړې دریادي کړئ، چا؟ په خپلو وینوتویولو، سرښندونو اومړاني سره د جنګ په ډګر کي خپلي سینی سپر کړي او دغه قوي د ښمن ته یې ماته ورکړل؟ بیله شکه یوازني خلګ همدغه زموږ غښتلي او میړنی وه، نه کوم شهزاده، ځکه د وطن څخه د ژغورنی په ټولوجنګونو کي د شهزاده ګانو تر سینو مرده کي نه دي وتلي. دا موږ ته را پاته کوم څه چي دي دا د هم هغو میړنیو د قربانیو میراث دئ چي تر اوس زموږ افغانانو دافتخاراتو یوه غوښنه برخه جوړوي.

د شکه وتلې خبره دا ده چي د تاریخ په اوږدو کي باید د میړنو کار نامي د هغوی د لنډی پیژندګلوي سره یو ځای ثبت سوي وای، چي نه دي سوي. پوښتنه داده چي دا کار چا باید کړي وای؟ اوس یې څوک باید ثبت او تاریخ ته وسپاري؟ له چا څخه دا هیله کیدای سي ؟ شاهانو او دهغوی خوا خوږو خو دغه کار نه دئ کړي او نه ئې په راتلونکي کي کوي. ښه پوهېږم چي زما دغه وړه یادونه هم د هغوی نه خوښېږي.

پس ګرانی خوري او ګرانه وروره ! دا زما ستا او دواړومسئولیت دئ که دښمن په خفه کېږي او یانه چي موږ د خپلو ټینګو غښتلواو میړنيو هیواد والو مړاني او قهرمانی په تاریخ کي ثبت او ولیکوو.

بدبختي مو داده چي تر دا اوسه پوری مو هم د مفتخور او لادونه او دهغوی حامیان دې ته نه پرېژدي چي د خپلو نیکونو او پلرونو یاد وکړو، په همدې وجهه زموږ دهیواد پر اصلي او واقعي ټینګو اوغښتلو پر ژوند لږ څه لیکل سوي دي اوهغه چي مالوستي دي دهغو لیکوالو ئې کور اباد خو دا وایم چي دا بسنه نه کوي. باید ډېرڅه پر ولیکل سي د تېرو لیکنو نیګړیاوي ور پوره کړل سي.

زه خو په ښکاره سره وایم چي په هیواد پوري تړلي ټولي ویاړني او لاسته راوړني د دوی(زموږ د ټینګو یاغښتلو) د وینو اوقربانیو محصول دئ ځکه هرځل دوی د هر یرغلکرسره د مقابلې په میدان کي د یوه ملی احساس له مخي په اول صف کي د قربانۍ درېدل. دا چي دوی پوهیدل او که نه دابله خبره ده. خو احساس یې دوطنپالني او ساتني وه. نور بیا

++++++++++++++++++++++++

اوله برخه

زه د خپل هیواد غښتلي په درنښت یادوم، دا چي تاریخ په عامه مانا سره دانسانانو، د کړونو، تلاښونو، مبارزو او سر ښندنو ژوره او هر اړخیزي نویشتې ته وائي. کوم اعمال چي له نن ورځي څخه مخکي انسانانو و(پاکواو یا نا پاکو) مقاصدوته درسیدو په لاره کي سر ته رسولې دي، په کولي توګه د انسانانو دغه ټول تلاښونه چي نویشته سي خلګ وایي چي دغه نو یو رښتنی تاریخ دئ. همدا نن ورځ به د سبا ورځی لپاره تاریخ وي، لکه پرون ورځ چي د نن ورځي لپاره تاریخ سوو. په خواشینۍ سره باید و وایم د تیرو واکدارانو په زیمه داریو کي چي په ښوونځیو، پوهنځیو کي کوم مضامین د تاریخ په نوم لوستل کیدل هغوی یو اړخېزه د جعله ډکي او بې ګټي کیسې وې، ځکه په هغو کتابونو کي یوازي د حاکمو، پرواک سپرو کورنیو په ګټه، له واقعیتونو او حقیقتونو څخه لیري، چټي بیانونه لیکل سوي وه، نه واقعیتونه، نه د ولسي ژوند اړوند پېښي.

تر هغه ځایه چي زما لاس رسیدئ د ښوونځی پر درسي کتابونو سر بېره مي څو کتابونه نور هم پیدا او ولوستل، هغه څه چي ما غوښتل لاسته یې را وړم پلاس مي را نه غلل. زما مینه له دې سره وه څو دا پیدا کړم، پرافغانانو تر ډیرو کړاونو ګاللو، اوږدو او سختو جګړو کولو او په ډیرو قربانیو( خپلو وینو تویولوهم دبل د وینو په تویولو) سره چي کله ناکله به یې د امپراتورو د واک مزی اوږده کړي هم وه او ډیره مځکه به یې لاندي کړې وه. تر دغه بریالیتوب وروسته به د دغه غښتلي، میړني او جنګیالي غریب قشر په ژوند کي کوم مثبت تغېر راتلۍ؟ که نه. ایا د ولسونو پر سیاسي اقتصادي، کلتوري اړخونو دغه بریاوو څه مثبت اثر کاوه او که نه ؟

په خوا شینۍ سره چي زموږ د هیواد لیکوالو او بهرنیو لیکوالو په خپلو لیکنو کي د ولس د ژوند اړوند څه نه دي لیکلي یا نه پر ښول کېدل چي یو څه پر ولیکي. ځکه یې د ولس پر ژوند څه نه دي لیکلي.یوازي څو تنو د خپل وخت لږ پیښي دعیني شاهدانو په توګه دوخت د حاکمو د میل برابر د قلم تر څوکه استلي دي. پدې شان لیکنو کي په طبعي توګه د واکدارو مراعت سوۍ دئ. زه به انشا الله کوښښ وکړم چي یو څه بې پردې او بې پرې ولیکم. ځکه دهيڅ زورواکي تر اثر او فشار لاندي نه یم.

هغه څه چي د انسان د سترګو په وړاندي تیرسوي وي بیا خپله هغه انسان د یوه عیني شاهد اوګډونوال په حیث خپل د سترګو لیدني د کاغذ پر مخ راوړي دا به نو په راتلونکي کي د یوه غښتلي مستند او قوي مأخذ په توګه ګڼل کیدای سي او ګټه به ځینی اخیستل کیږي.

هر انسان؛ هرهغه څه چي ګوري باید یو ځل ورته ښه په ځیر او غور وګوري بیا کیدای سي دغه انسان په خپله د هغه جریاناتو د بیان او تحریر ښه ویندوی سي نسبت هربل سیل بین، لاروي او تعبیروال کس ته.

په هر صورت؛ زموږ د ښوځوانانو، ټینګو،غښتلو کړني هم د ټولني د نورو غړو په شان په اجتماع یا ټولنه پوري تړلې پدېده ده، چي د علم، پوهي او د ټولني د پرمختګ په صورت کي به دا پدېده هم د نورو ټولیزو پدېدو په څیرکرار کرار خپل شکل او بڼه بدله کړي اوخپل زوړ شکل به تاریخ ته وسپاري. ځکه همدا اوس هم په هیواد کي دغښتلو ظاهري بڼه لکه کالي، څپلۍ، لنګوټه حتا پر لاره تلو کي یې تغیر راغلۍ دئ په هغه پخواني شکل پاته نه دي، ښوځوانان، ټینګو او غښتلو خپله زده کړو ته مخه کړېده او د هغوی او لادونو ښوونځی ګاني و لوستې.اوس هغوی خپله مړانه، پاکي، صداقت، راستي، وطندوستي، غریبنوازي، د ظلم او ظالم څخه بیزاري او د دې ټولو منفي پدېدو په وړاندي په پوهه، قلم او پلان سره مبارزه کوي.

هرشی تاریخ ته سپارل کیږي یا په بل ډول هیڅ شی نسته چي تاریخ ته دي نه سپارل کیږي، هغه که ( ښه وي یا بد) په د واړو حالاتو کي تاریخ ته سپارل کیږي.تاریخ د ټول ملت مشترک مال ګرځي. د ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو کړني هم زموږ د تاریخ یوه برخه ده. پرغښتلو یا تاریخ باندي لیکنه د هر چا حق دئ، هیڅوک باید یوازي ځانته دا اجا زه ورنکړی او یا تر خپلي کمبلي پښې اوږدې نه کړي، چي بل وروراو خور ته، په خاصه کندهاریانو ته دا ووایي یوازي ئې زه د لیکلو حق لرم اویا ادعا وکړي چي زه ئې ښه لیکم نور دي ئې نه لیکي.

زه هم غواړم د تاریخ پر دغه برخه د یوه افغان، کندهاري او بیا هغه چا په حیث چي زیات کلونه مي د نالوستو کندهاري ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو په منځ کي ژوند کړئ دئ هلته رالوی سوۍ او ورسره یو ځای اوسیدلۍ یم نو په جرأت ځانته دا حق ورکوم، وایم، زموږ د نالوستو ټینګو، غښتلواو ښوځوانانو په باب چي تر اوسه څه لیکل سوي دي، د لیکوالو یې کوراباد چي لا اقل د هغوی یاد خو یې کړی دئ. اما د زده کړو لرونکو غښتلو او میړنیو په باب ټول چپ پاته دي. زموږ لیکوالو یووازي د نالوستو ټینګو،غښتلو او ښوځوانانو دژوند پر کړنو لږ لیکني کړي دي. کله چي مي د دوی لیکني و لوستلې، هغه څه مي پکښي و نه لوستل کوم چي ما د نالوستو غښتلو سره په خپلو ناستواو ولاړو کي لیدلې وي، د لیکوالو د لیکنو ډېره برخه پر تبلغاتي کیسو تکیه وې، هغسي یې دغښتلو پېژند ګلوي نه ده کړې لکه څنګه چي هغوی وو، یو شمېر لیکوال خو اصلاً په دې سم نه دي پوهیدلي چي ټینګ،غښتلي، ښه ځوان، نامي (پالوچ) څوک وه؟ او چاته ویل لیدل، دوی هم د هغو منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندي لیکني کړیدي.

دغودوستانود یوه انسان یوازي ظاهرې بڼې او شکل ته کتلي نور یې پر اورېدلو کیسو چی ډېره برخه د کیسوله واقعیتونو او حقیقتونوڅخه څه لیري داستانونه جوړکړي او لیکلي دي په پوهه او یا نه پوهه سره یې زموږ د ښوونځی نه لوستو ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو سپکاوی کړۍ دئ. سم نظرخو دا دئ چي په ولس پوري تړلي ټولي مسئلې باید هغه سي و لیکل سي لکه څنګه چي وي. هغه افغانان چي سم معلومات ولري او یا سمي پلټني یې کړي وي هغوی حق لري چي و یې لیکي. پر زړو لیکنو د خپل فکر، معلوماتو او پوهي برابر یو څه ور زیات یا پر زیات کړي څو معینه مسئله ښه لڅه او پخه سي، راتلونکي نسلونو ته یو درست دید لوری ورکړي، البته په لیکنو کي دا حق باید خوندي وي. هغه دا چي تهمت ونه تړل سي او چا ته سپکاوی پکښي و نسي.

په خوا شینۍ سره یو شمېر هغه چي د لوی نوم دعوه ګردي او یا خپله خپلو ځانوته لوی نوم لیکي هغوی هم کله ناکله تر خپلي بړستني پښې تیره وي او یا تر بستنه پښې د باندي را باسي، زما په باور نورنو “هر بند ه ترخپل وسه پوري پړ بلل کیږي ” یا داسي وایي ٫٫ بنده تروسه پوری پړدئ٬٬

تر دې وخته پوري په نړۍ کي داسي کوم شی نسته چي هم دي وي او هم دي نه وي. “یو شی باید یا وي او یا نه وي” ټینګتوب،غښتلتوب، ښه ځوانتوب او ناميتوب هغه پدېده ده چي له شتون څخه ئې سترګي پټېدلای نه سي، پس زه به ووایم چي زموږ د هیواد پر نالوستو غښتلو باندي لیکني او خبري سوي دي دا چي زموږ د بحث اصلي موضوع سمدستي د لته پر نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو پر ژوند ده، هیله لرم چي هغه دوستان پر دغه مسئله زیاته روښا یې واچوي، کوم چي د ولس په منځ کي وه اویا یې د ولس په منځ کي ژوند کړي وي، د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو او ناميانو سره کښینوستي وی، ځکه نالوستي غښتلي د ولس په منځ کي دي.

د دغي پد ېدې (ټینګو، ښوځوانانو، غښتلو) په باب چي په پخوا کي کومو کورنيو یا بهرنيو لیکوالوهم څه یادوني کړي دي او اوس هغه لیکني زموږ دوستان د یوه قوي مأخذ اوسند په توګه کاروي، زما په باورد پردو لیکوالو د لیکنو څخه موږ یوازي دا ثابته ولای سو چي دغه پدېده ډیړه پخوانۍ ده او بس، په رښتیا سره چي بیروني لیکوال زمود ټولنيز ژوند سره پوره بلد نه وه.

بلې د څه خارجي لیکوالو به پښتو ژبه زده وه هغوی به د خپلو لیکنو په منځه کي د دې پدېدې یاد په ضمني توګه کړي وې. یا هغو په نوم پښتنو چي په هغه وخت او زمانه کي ئې د خارجانو سره د ژباړنو په صفت کارونه کول د هغه وخت ژباړونکي تر اوسنیو ژباړونکو هیڅ بهترنه ؤ، یا به داوسنیو په شان د پښتني کلتور سره بلد نه وه یا ئې داوسنیو په شان قصدي غلطي کولې د دغه او هغه قوم غښتلي ئې بد معرفي کول.

ځکه هغه څه چي د وستانو زموږ د غښتلو په ادرس له ماخذونو څخه را ایستلي اولیکلي دي او هغه څه چي ما زموږ د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو سره په خپلو اوږدو ناستو ولاړو کي لیدلي وه، هیڅ سربرابر نه دي.حتا د بل د خولې مي هم داسي کیسې نه دي اورېد لي، نو نه پوهېږم چي ښاغلو لیکوال به بیا څوک ؟ چیري لیدلي وه؟.

کاشکي پخوانیو لیکوالو او یا دا اوسني لیکوال د یوه شخص، د یوه کلي او یوې کورنۍ نوم خو ښودلی وای. ترهغه ځایه چي ما ژوند کړي دئ، دهر پاچا لکه : ظاهرشاه، حفظ الله امین، ببرک کارمل، نجیب الله او ملا محمدعمر په حکومتو کي مي د (دکندهار لوی محبس، دڅرخي پله یا پلچرخي په محبس، د کندهارتوقیف خانه، دکندهارد استخباراتو د ریاست کوټه قلفی، دکابل ولایت نظارت خانه، د صدارت کوټه قلفي، د وزارت د فاع د کشف د ریاست په کانتینرونو. . ، ) په دې ټولو زندانونو کي مي بندي توب ګاللۍ دئ او له ډیرو ټینګو، غښتلو، ښوځوانانو سره یو ځای اوسیدلي یم خو داسي څه مي نه اورېدلي اونه مي لیدلي دي لکه دوستانو چي په خپلو لیکنو کي د هغوی ذکر کړې دئ. نور بیا

فکر کوم چي په تیرو وختونو کي به هم لیوني شرایط څو څوځله تیرسوي وي، په دغه ورستیو کلونو کي چي دروس دا شغال څخه را شروع بیا د هغو سره د جنګ اوجګړو په باب ډېر څه خارجی او کورینو لیکوالو بی بنیا ده د واقعیتو خلاف ولیکل، نشر او خپاره کړل حتا د جنګ د مستندو فلمونو په نوم یې د تاریخ حافظې ته وسپارل، واقعیت دا دئ چي (۹۰) فيصده د هغو فیلمونو غېري واقعي دي، د واقعیتو خلاف څه ولیکل سول او نشر سول. نور بیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.