زمرک پادخوابي: یو شمېر افغان ډیپلوماټان تحصیلي اسناد نه لري

 

دآزادی راډیو

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون موندنې ښيي چې یو شمېر افغان ډیپلوماټان له ښوونځيو څخه د فراغت اسناد نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي وايي، یو شمېر افغان ډیپلوماټان د اړیکو او له حکومتي چارواکو له ډلې یې د بهرنیو چارو له وزارت سره د پیژندګلوۍ پر بنسټ ټاکل شوي دي.

ښاغلي پادخوابي د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال وري۲۹» ازادي راډيو ته وویل، هغه څېړنې چې دوی د بهرنیو چارو له وزارت څخه کړي ښيي چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دا ډیپلوماټان حتا د دوولسم ټولګي څخه د فراغت اسناد هم نه لري.
نوموړي زیاته کړه:

“له بده مرغه ډېر یې د دوولسم ټولګي اسناد هم نه لري، خو په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي، داسې کسان ټاکل شوي چې په حکومت او بهرنیو چارو وزارت کې نفوذ او پیژند ګلوي لري، یو ډیپلوماټ په بهرنیو هېوادونو کې د دری کاله دندې حق لري چې باید له ټاکل شوي نېټې وروسته بېرته هېواد ته راستون شي تر څو پر ځای يې نور کسان مقرر شي، خو له بده مرغه داسې کسان هم شته چې له لسو څخه ډېره موده کېږي چې ډیپلوماټان دي.”

پادخوابي د دغو ډیپلوماټانو د شمېر په اړه چې د ده په وینا اسناد نه لري څه نه وايي، خو زیاتوي چې ځينې نور هم د تحصیلي اسنادو خلاف ډيپلوماټان مقرر شوي دي.

دا وخت افغانستان له اویا څخه په ډېرو هېوادونو کې سیاسي نمایندګۍ لري.

د دولتي کارکونکو قانون د ۶۰ مې مادې له مخې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د استخدام معیار لږ تر لږه لېسانس ښودل شوی او هغو کسانو ته ترجیح ورکول کېږي چې د حقوقو، سیاسي علومو، سوداګرۍ، اقتصاد، ژورنالیزم، ادارې او مدیریت څخه فارغ او وزارت ورته اړتیا ولري.

د انګلیسي ژبې په ټافل ازموینه کې لږ تر لږه د ۴۵۰ نمرو او یا له دغو نمرو سره د ورته ازموینې څخه فراغت بل هغه شرط دی چې د بهرنیو چارو وزارت کارکونکو ته ټاکل شوی دی.

د ولسي جرګې ځينو غړیو تل په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټانو د څرنګه مقررۍ په اړه انتقادونه مطرح کړي دي.

د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داود کلکاني له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت باید د ډیپلوماټانو په ټاکلو کې شایسته سالاري او تحصیلات په پام کې ونیسي.

کلکاني ویلي دي چې دوی د افغان ډیپلوماټانو د تحصیلي اسنادو او سوابقو په اړه څو ځله د بهرنیو چارو له وزارت څخه معلومات غوښتي، خو دغه وزارت د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

خو د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې اړه کره اسناد او مدارک لري د بهرنیو چارو وزارت ته دې یي وسپاري.
نوموړي زیاته کړه:

“که د ځانګړو مواردو په اړه اسناد او مدارک په واک کې لري ښه دا ده چې هغه د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري، د بهرنیو چارو وزارت تل چمتو دی چې د ملي شورا د دواړو جرګو د نړیوالو اړیکو د کمېسیونونو سره کار وکړي او د هغه څه په اړه قناعت ورکړو چې دوی يې په اړه پوښتنې لري.”

له دې سره یو پخوانی ډيپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، ډېر ډيپلوماټان د تحصیلي اسنادو او شایسته سالارۍ پرته په بهرنیو هېوادونو کې مقررېږي.

ښاغلي سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې ډيپلوماټان باید د پیژندګلوۍ او اړیکو پر بنسټ نه بلکې د تحصیل، وړتیا او شایسته سالارۍ له مخې مقرر شي.

راپور: یوسف خان ځدران

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.