زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه له ولسمشر غني سره وکتل

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته د تازه سفر په لړ کې تېره شپه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

دا په وروستۍ څه باندې یوه میاشت کې له ولسمشر غني سره د زلمي خلیلزاد درېمه کتنه ده.

ښاغلی خلیلزاد به پاکستان او قطر ته هم لاړ شي.

وروسته له دې چې په تېر اکتوبر کې خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی وټاکل شو، دا د ده د سفرونو دوهم پړاو دی.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، خلیلزداد له ولسمشر غني سره د کتنې په ترڅ کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې لپاره د سیمې هیوادونو ته د خپل سفر او خبرو د پلان په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ارګ په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، زلمي خلیلزاد وویل چې له دغو سفرونو وروسته به د خپلو خبرو د پایلو راپور له ولسمشر غني سره شریک کړي.

ښاغلي غني په دې کتنه کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د بین الافغاني خبرو لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.