رویټرز: پر ایران د امریکا بندیزونه چاه بهار بندر له ستونزو سره مخامخوي

 

تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، له ایران سره له اتومي موافقې د وتلو او پر دې هیواد د بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ وروستۍ پرېکړه د چاه بهار د پروژې په اجرا کې خنډ پېښوي.

د هند په مرسته د چاه بهار بندر پروژه په وچه کې د ایسار افغانستان د ترانسپورت لپاره یو نوی کوریدور دی چې له یوې خوا د پاکستان پر بې باورو لارو د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه ملیاردونو ډالرو ته لوړولی شي.

په خپلو پښو د افغانستان درېدا دا هیواد د امریکا او نورې نړۍ په مرستو له اتکا خلاصولی شي.

خو د رویټرز له راپور سره سم د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه چې پر هغو شرکتونو او مالي ادارو به بندیز ولګوي چې له ایران سره سوداګري راکړه ورکړه کوي، د چاه بهار بندر پروژه هم تر اغېز لاندې راولي ځکه چې بیا به څوک نه حاضرېږي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او یا بانکونه پانګونکو ته کریډیټ ورکړي.

رویټرز ته یوه هندي دیپلومات ویلي«د ولسمشر ټرمپ پرېکړې موږ بېرته لومړي حالت ته راپه شا کړي یوو، موږ باید د چاه بهار بندر د کارولو لپاره پر شرایطو بیا خبرې وکړو. دا لاره د افغانستان، هند او ایران په سوداګري راکړو ورکړو کې لوی بدلون راوستلی شي، خو اوس هر شی په نامعلوم حالت کې دي.»

رویټرز وايي چې سپینه ماڼۍ حاضره نه شوه چې په دې اړه څه ووايي.

د چاه بهار له لارې د هند د اوړو یو شمېر کانتینرونه افغانستان ته رسېدلي خو لا په پراخه پیمانه د سوداګري راکړو ورکړو لپاره کار پرې نه دی پیل شوی.

ټاکل شوې ده چې هند ته د افغانستان د مېوې لومړۍ جوپه له دې لارې د جولای په میاشت کې صادره شي.

په چاه بهار بندر کې لږترلږه د درو تاسیساتو قراردادونه، چې دوو چینايي او یوې فینلنډۍ کمپنۍ ته ورکړل شوي وو، ځنډول شوي دي.

بانکونه وايي مخکې تر دې چې دغو کمپنیو ته پیسې ورکړي لومړی باید له واشنګټن څخه تضمین ترلاسه کړي څو دوی پوی شي چې پیسې یې نه ضایع کېږي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.