روغتیا وزارت: له کورونا د رغېدلوکسانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

 

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۱) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولان وایي ،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وبا یوازې ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخ ې دې سره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۳۴ زره او ۳۶۶ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت دچاروکو په خبره تر اوسه پر کورونا اخته ۹۹۴ کسان مړه شوي او ۲۱ زره او ۱۳۵ نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې په کمېدو او له یادې وبا د جوړېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

روغتیایي چارواکي دغه راز وایي،چې په هرات کې د لومړي ځل لپاره په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

دوی بیا هم له خلکو غوښتنه کوي، چې دا ناروغي ختمه شوې نه ده او خلک دې روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.

د روغتیاپالانو په خبره که خلک بیاهم د کورونا پر وړاندې بې پروایي وکړي دا ناروغي بیاځلې خطرناکه ثابتیدلای شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.