روغتیا وزارت: شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان به د پولیو په وړاندې واکسین شي

 

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین دغه پنځه ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه د پولیو درې پېښې رامنځته شوي دي.

له دغو دوو پېښو یوه‌یې په ننګرهار او دوه نورې یې په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

په کندهار ولایت کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان د دوشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دغه کمپاین کې به شااوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
نوموړی وايي:

“په دې کمپاین کې چې د مارچ د ۱۶مې نېټې پورې دوام مومي، شااوخوا ۹،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسینېږي او شااوخوا ۸،۹ میلیونه ماشومانو ته چې د ۶ میاشتو نه تر ۵ کالو عمر ولري، د ناروغيو په وړاندې د هغوی د بدن د مقاومت لوړولو په خاطر، د ویټامین «A» کپسولونه ورکول کېږي. دا مهال د افغانستان ۹۸ سلنه خاوره د پولیو نه پاکه شوې ده.”

دغه کمپاین په ټول هېواد کې د شااوخوا ۷۰ زره واکسیناتورانو له‎خوا دا شان مخته وړل کېږي چې په خپلو سیمو کې به کور په کور له پنځو کلونو لاندې ماشومان واکسینوي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له افغانستان، پاکستان او نایجیریا پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختمه شوې او اوس نړۍ غواړي چې په یادو هېوادونو کې هم دغه ویروسي ناروغي ختمه کړي.
په‎دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یونېسف ادارې استازې مېرمن ادل خضر د پولیو د پیل شوي کمپاین په تړاو وویل:

“موږ هېڅ‎کله هم د پولیو پای ته رسېدو ته دومره نه‎وو نږدې شوي او زه د ټولو کورنیو نه غوښتنه کوم چې د دې اوونۍ په بهیر کې خپل ماشومان په یقیني توګه واکسین کړي، تر څو هغوی خپل روښانه او سالم راتلونکی پیل کړي او د دې ویروس په وړاندې خوندي شي.”

په ورته وخت کې دیني عالم مولوي ریحان له کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین او له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.

نوموړي جوړې شوې غونډې ته وویل، ټول دیني عالمان مکلف دي چې په افغانستان کې له دغې ویروسي ناروغۍ نه د خلاصون په هدف خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.