روسیې د ابوظبي پر خبرو غبرګون وښود

 
تاند- په ابوظبي کې د امریکا، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان له استازو سره د طالبانو پر خبرو په کابل کې د روسیې سفیر غبرګون وښود.

الکساندر مانتیسکي وویل، د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګري راکړه ورکړه او همکاري له امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو سره نه بلکې له منځنۍ اسیا، هند، ایران او پاکستان سره ده.

ده زیاته کړه«افغانستان تل ویلي چې په منځنۍ اسیا کې دی، خو باید ووایم چې اسیايي هیوادونه دلته د افغانستان په شاوخوا کې دي نو باید د هغوی مشروع ګټې هم د افغانستان د سولې په پروسه کې په پام کې ونیول شي.»

روسیې هم د افغانستان په جګړه کې پانګونه کړې او په وروستیو کې یې هڅه کړې چې د افغانستان د جنګ او سولې ابتکار هم په خپل لاس کې واخلي. دې هیواد د لومړي ځل لپاره طالبان په یوه نړیواله صحنه کې د نورو هیوادونو د چارواکو ترڅنګ کښېنول.

د روسیې سفیر د افغانستان په سوله کې د سیمې د هیوادونو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې د دې هیواد د سولې په پروسه کې دې د سیمې د هیوادونو ګټې په پام کې ونیول شي.

د روسیې سفیر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي، د سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو په ابوظبي کې له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

د دوی د خبرو دقیق معلومات نشته خو پاکستاني رسنۍ، چې له طالبانو سره له نژدې په تماس کې دي، ادعا کوي چې په دې خبرو کې امریکا د شپږ میاشتني اوربند او په حکومت کې د طالبانو د ګډون غوښتنه کړې خو طالبان وايي چې په هغه صورت کې اوربند مني چې ټول بندیان یې خوشي او د موقت حکومت مشر د دوی په خوښه وټاکل شي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.