روسیه وايي، د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به طالبان هم ګډون وکړي

 
تاند- روسیه وايي، مسکو به د افغانستان په اړه د راتلونکي سپټمبر په لومړیو کې غونډه جوړه کړي او طالبان به هم پکې ګډون وکړي.

د روسیې د رسمي خبري اژانس تاس د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې دوهم مرستیال ضمیر کابلوف نن /چهارشنبه/ وویل، لا هم د افغانستان په اړه د طالبانو په ګډون په مسکو کې غونډه په پلان کې ده او هڅه به وکړي چې ژر یې جوړه کړي.

کابلوف دا هم تایید کړه چې طالبان به دې غونډې ته وروبلل شي.

کله چې له کابلوف څخه وپوښتل شول چې ایا طالبانو منلې چې د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي؟ ده وویل«اجازه راکړئ چې مخکې تر مخکې څه ونه وایم.»

د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د روسیې او افغانستان ترڅنګ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۷ م کال په اپریل کې د افغانستان په اړه په مسکو کې غونډه جوړه شوې وه.

طالبانو تراوسه پورې د افغانستان په اړه په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې ګډون نه دی کړی خو له روسیې، ایران او پاکستان سره د دې ډلې نژدې اړیکو ته په کتو احتمال لري چې دا ډله د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

روسیه په افغانستان کې طالبان د داعش په وړاندې خپل متحدان ګڼي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.