روسیه وايي، تل یې د تروریستانو په لیست کې د طالبانو د شمولیت غوښتنه کړې

 

 

تاند- په ملګروملتو کې د روسیې سفیر له طالبانو سره د روسیې مرستې رد کړې، ویې ویل چې روسیه یوازینی هیواد دی چې د تروریستي ډلو په لیست کې یې د طالبانو د نوم د ثبت کېدو غوښتنه کړې او تل په خپل دې دریځ ولاړه ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د یوه پرېکړه لیک د مسودې د تیارېدو په مهال وویل«روسیه یوازینی هیواد دی چې پر له پسې او په منظم ډول یې د تروریستي ډلې په توګه د طالبانو د نومونې غوښتنه کړې ده.»

د روسیې استازي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د امریکا په وروستي سفر کې لږترلږه په دوو مرکو کې په زغرده وویل چې روسان او ایرانیان د طالبانو ملاتړ کوي او د خپل ملاتړ دلیل دا ښيي چې امریکا د دغو هیوادونو د ګټو خلاف په افغانستان کې د داعش ډله رامنځته کړې ده.

ده له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل«روسي چارواکي فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.»

ښاغلي عبدالله د کاناډا د هالفیکس په امنیتي غونډه کې هم د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ کوي، وویل« یو یا دوه ځلې مې له روسي چارواکو سره خبرې کړي، په وروستیو کې د دوی یو امنیتي چارواکی افغانستان ته راغلی و، ښکاره یې وویل چې داعش، په تېره بیا داعش په افغانستان کې امریکا جوړ کړی دی. خو زموږ لپاره چې په سیمه کې یوو؛ زموږ خلک زموږ ځواکونه د امریکا په مرسته او ملاتړ له داعش سره جنګېږي، نو دا خبره حیرانوونکې ده.»

په وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار کابل ته سفر وکړ او د افغانستان له جګپوړو چارواکو سره یې خبرې وکړې.

عبدالله د ایران او روسیې له لوري د طالبانو ملاتړ ته په اشارې وویل، طالبان د هیڅ هیواد دوستان نه دي.

تر دې پخوا هم افغان چارواکو په ځلونو ویلي چې د طالبانو له لوري رامنځته شوې ناامني په افغانتسان کې د نورو ورانکارو او تروریستي ډلو رامنځته کېدو ته لار هواره کړې ده.

عبدالله همداراز وویل، د طالبانو په لیکو کې د منځنۍ اسیا، چیچنیا او نورو هیوادونو اتباع جنګېږي نو که له دې سره سره دوی د نړیوالې سولې لپاره تهدید نه وي، څه ګواښ کېدای شي؟

د افغانستان اجرايي ريیس د ایران له لوري د طالبانو د ملاتړ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، افغانستان په دې کې شک نه لري چې داعش د ایران دښمن ډله ده او له دې ډلې سره د دښمن په څېر چلند کوي.

«موږ له ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لرو. په وروستیو کې ځینې راپورونه ترلاسه شوي چې موږ ته یې اندېښنه زېږولې. دوی وايي چې له طالبانو سره تماسونه لري، خو راپورونه ښيي چې د دوی تماسونه د تماسونو له حده پورته دي، موږ په دې کار کوو، لېواله یوو چې له خپلو ګاونډیانو سره په رغنده چاپېریال کې خبرې وکړو. ایران په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ کړی دی، په دې کې شک نشته؛ په وروستیو کې راپورونه لرو چې موږ یې اندېښمن کړي یوو.»

عبدالله د امریکا د سفر په لړ کې له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې له روسیې او ایران سره د طالبانو د ملاتړ په اړه تماسونه نیسي او هڅه کوي چې دواړو هیوادونو ته قناعت ورکړي.

د سیاسي چارو ځینې کتونکي وايي، روسیه په افغانستان کې له امریکا څخه د غچ اخیستلو ترڅنګ د داعش د خطر د غټ ښودلو په وسیله هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه لا زیات د مسکو غېږې ته ولوېږي.

یو شمېر افغان چارواکي او کتونکي وايي چې روسیه او ایران په دې پلمه د طالبانو ملاتړ توجیه کوي د دوی په بارو روسیه د دې لپاره په تور لیست کې د طالبانو د شمولیت ملاتړ کوي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د پخلاینې لار ډب کړي او په دې توګه د افغانستان روانې جګړې ته دوام ورکړي.

په ملګروملتو کې د روسیې استازي واسیلی نبنزیا وویل چې د دوی د اټکلونو له مخې اوس په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر ۱۰ زرو ته رسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.