روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې له مسکو سره همکاري کوي

 
تاند- په ملګروملتو کې د روسیې استازی وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره په کتنه کې په افغانستان کې له مسکو سره همکارۍ ته چمتووالی وښود.

په ملګروملتو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وویل، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک مستر د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د مسکو د همکارۍ هرکلی وکړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن /چهارشنبه/ د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره ولیدل.

نبنزیا د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا همکارۍ ضروري وبلله.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې ویلي و چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره ګډې هلې ځلې کولی شي او باور لري چې ګډې هڅې به اغېزمنې وي.

روسیې په وروستیو کې په افغانستان کې له امریکا څخه خپله لار بېله کړې وه خو دا لومړی ځل دی چې له امریکا سره د همکارۍ خبره کوي.

روسي چارواکو په دې پلمه چې د داعش نفوذ په زیاتېدا دی او ممکن دا ډله د امریکا له لوري حمایه کېږي، له طالبانو سره نژدې شوې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.