روسیه راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي

 

دآزادی راډیو

روسیې د شنبې په ورځ وویل چې دوی د نومبر په نهمه یا راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، په دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو دواړو استازي برخه ولري.

د فرانسې خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او وسله والو طالبانو دواړو منلې چې دې غونډې ته به خپل استازي استوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:

“دا به لومړی ځل وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي په دې سطحه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.”

روسي چارواکې وايي، مسکو همدارنګه د امریکا، هند، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو استازو ته هم د افغانستان په اړه په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه چې راتلونکې جمعه د مسکو غونډې ته استازي استوي او که نه، څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي وو، د مسکو د غونډې د اجنډا پر سر له روسي چارواکو سره په بحثونو بوخت دي او لا پرې نه دي سلا شوي.

پلان شوې وه چې د مسکو غونډه تر دې مخکې ترسره شوې وای، خو د څرنګوالي په اړه یې د افغان حکومت اختلاف د دې سبب شو چې دا غونډه وځنډول شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.