روسیه: د طالب مشرانو نومونه دې له تور لیسته وایستل شي

 

تاند ( شنبه، د کب ۹ ) روسیه وایي، د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ لپاره اړتیا ده چې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه و ایستل شي او د افغان سولې پروسه بریالۍ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د افغان سولې د پرمختګ لپاره سترګې په لار دي.

په خبرپاڼه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله ویل شوي چې ده خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په لیدنه کې دغه راز ویلي چې دوی واک ته د طالبانو د بیا رسېدو سره موافق نه دي او په دې برخه کې د هغوی ملاتړ نه کوي.

لاوروف دغه راز د سولې پرمختګ برخه کې د اسلامي هېوادونو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی دی چې ټول اړخونه باید په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم تازه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې سرچینې وایي چې تېره شپه د افغان او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ ناسته کې افغان پلاوي طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.