روسیه د افغانانو ترمنځ د خبرو د بل پړاو کوربه توب ته تیاره ده

 

تاند (جمعه، د عقرب ۹) د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي، که افغان خواوې ورڅخه وغواړي حاضر دی چې د افغانانو ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه توب وکړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخاروفوا د پنجشنبې په ورځ وویل «موږ په راتلونکې وخت کې که اړوندې خواوې راڅخه وغواړي په خپل هیواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترتیبولو امکان نه ردوو.»

دې همداراز وویل، «د افغانانو ترمنځ د خبرو په لومړیو ورځو کې روسیې په تکرار د افغانستان د بېلابېلو سیاسي قوتونو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې او سولې ییزې حللارې د موندلو لپاره د خبرو زمینه برابره کړه، د مثال په توګه په ۲۰۱۹ م کال په مسکو کې غونډه وشوه چې د افغانستان د سولې ییز حل پروسه وهڅول شوه.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د دوحې خبرو ته په اشارې هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به له نرمښته کار واخلي.

په دوحه کې له شاوخواوو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي په خبرو بوخت دی خو تراوسه پورې په دې نه دي سلا شوي چې د رسمي خبرو لپاره یوه کړنلار جوړه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.