روسیه امریکا ته: طالبانو سره وغږیږئ یا جنګ ته ادامه ورکړئ

 

دامریکا غږ

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګری استازی وايي امریکا باید یا له طالبانو سره د سولې خبرو ته کښیني یا دې بې پایلې جګړې ته ځان ټینګ کړي.

د افغانستان لپاره د روسیي ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دا خبرداری هم ورکړ که “امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونکړې په {افغانستان} کې جنګونه او وینې تویدل به کلونه کلونه روان وي.” ښاغلی کابلوف داسې مهال دا خبرې کوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې ولسمشر غني‌ طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او نړیوالو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.

طالبانو په مستقیم ډول د ولسمشر غني د دغه وړاندیز په اړه څه نه دي‌ ویلي‌ خو ښاغلی کابلوف وايي طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نکوي ځکه چې د هغه په وینا طالب وسله وال افغان حکومت “لاسپوڅی” ګڼی.

امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز څه موده مخکې ویلي وو چې امریکا “د افغان حکومت او د أفغانستان د خلکو استازې نشي کېداې.”

امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له طالب وسله والو سره مرستې کوي، خو روسیه وايي‌ هغوی له طالبانو سره تماس لري‌ چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.

د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو وروسته روسیه د ټاکنو په چارو کې په لاسوهنې تورنه شوه او د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې. همدغه راز روسیه په سوریه کې د رژیم او امریکا بیا د رژیم ضد پلویانو ننګه کوي.

د شوروي‌ تجربه

د بلومبرګ خبري اژانس په وینا افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا خبره هم کړې ده چې امریکا په افغانستان کې هماغه تجربې تکراروې چې شوروي اتحاد ورسره مخامخ وو.

هغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د زیاتوالي په اړه هم وویل که آن ۵۰زره نور ځواکونه هم واستوي، افغانستان کې وضعیت نشي ښه کولی.

پخواني شوروي‌ اتحاد د افغانستان د لس کلن نیواک پر مهال شاوخوا ۱۵۰۰۰ځواکونه له لاسه ورکړل.

امریکا په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته په افغانستان کې دخیله شوه چې تر دې دمه یې شاوخوا ۲۴۰۰ عسکر وژل شوي‌ او زرګونه نور ژوبل دي.

د امریکا د دفاع وزارت مقاماتو وايي چې د افغانستان جګړه په کال کې ۴٥ میلیارده ډالر لګښت لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.