روبین: پر پاکستان له فشاره پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده

 

تاند- مشهور امریکايي شناند مایکل روبین وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نتیجه ورکړي باید امریکا پر پاکستان فشار راوړي څو همکارۍ ته تیار شي.

مایکل روبین، چې د «امریکن انټرپرایز انستیتیوت» څېړونکی دی، په یوه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان د ثبات او د دې هیواد له خاورې څخه د تروریستي ډلو د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د پاکستان سیاسي موافقې او ښه نیت ته اړتیا ده.

روبین په دې لیکنه کې، چې په نشنل انترست خپرونه کې خپره شوې، لیکي«د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تر ټولو ستره ستراتیژیکه ستونزه دا ده چې پر دې حقیقت یې ځان ناګاره کړی چې تر څو پاکستان د سختدریځو ډلو له ملاتړه لاس وانخلي، په افغانستان کې سوله ناشونې ده.»

د روبین په باور د خلیلزاد د ستراتیژۍ ورک ټکی دا دی چې څرنګه پاکستان ته قناعت ورکړل شي.

روبین پر پاکستان د فشار د وسیلو یادونه کړې او لیکلي یې دي«له تروریستي ډلو سره د پراخو اړیکو لرلو په خاطر د پیسو سپینولو د ځانګړې ډلې (FATF) په تور لیست کې د پاکستان د نوم شاملول، له ناټو دباندې د امریکا د ستر متحد په توګه د پاکستان پر نوم د چلیپا کرښه راایستل، د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مالي مرستو او له نړیوال بانک څخه د پور اخیستو لپاره له پاکستان سره د امریکا د ملاتړ پای ته رسول او د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو تعقیبول هغه حربې دي چې اسلام اباد تر فشار لاندې راوستلی شي.»

خلیلزاد د افغانستان په سوله کې د ګاونډیو لا زیات رول غواړي
په همدې حال کې زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو د لا اغېزمن رول غوښتونکې ده.
زلمی خلیلزاد

د ډان نیوز د راپور له مخې، خلیلزاد وايي، د افغانستان سوله د امریکا د اوسني حکومت لپاره ډېره مهمه ده او که په دې هیواد کې سوله راشي جنوبي اسیا به د نړۍ پر یوه ستر اقتصادي پوټنسیل بدله شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې و.

خلیلزاد د پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړې خو تراوسه پورې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د پیلولو لپاره قطر ته نه دی تللی.

ده ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله باید د بین الافغاني خبرو له لارې ترلاسه شي خو نور هیوادونه په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې خلیلزاد به ژر سیمې ته لاړ شي او د افغانستان د سولې په اړه به خبرې پیل کړي.

څرګنده نه ده چې اوس خلیلزاد چیري دی.

خلیلزاد په داسې حال کې د بین الافغاني خبرو هیله کوي چې طالبان فکر کوي چې امریکا د ماتې په حال کې ده او په هر صورت له افغانستانه وځي.

خو د لوېدیځو رسنیو او شناندو له تبصرو داسې نه ښکاري چې امریکا دې لږترلږه په لنډ وخت کې له افغانستانه د وتلو په فکر کې وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.