راپور: تیرو اتو میاشتو کې ۱۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي

 

دامریکا غږ

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنېګروپ “سي پي ای جي” چې شل د مدني ټولنې بنسټونه په کې غړیتوب لري په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه یو تازه راپور کې چې نن خپورشو، ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په وروستیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۶۰ نور بیا ټپيان شوي دي.

د “سي پي ای جي” ګروپ چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه هره میاشت راپور خپروي،په خپل دغه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د مۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ډیسمبر تر وروستې ورځې پورې موده کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هرات، غور، کندوز او هلمند کې اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ګروپ غړي عزیز احمد تسل د دغه راپور د جزئیاتو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل” ملکي وګړو ته د اوښتي مرګ ژوبلې لوی لاملونه هوايي بمبارۍ، ځانمرګي بریدونه، موټر بمونه او د ماین چاودنې دي”.

د ګروپ راپور ښيي، چې په همدې موده کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کابل ښار او نورو ګڼ میشتو سیمو کې رامنځته شوې ده، په کابل کې داعش ډلې مذهبي، کلتوري او علمي مرکزونه هم په نښه کړي دي.

دغې ګروپ د مذهبي، علمي او کلتوري ځایونو ویجاړول د دیني، اخلاقي او حقوقي ارزښتونو په خلاف بللي دي.

پدې راپور کې داعش پورې منسوبه مرګ ژوبله د نورو ډلو د تروریستي بریدونو له امله د پیښې شوې مرګ ژوبلې زیاته ښودل شوې، راپور وايي چې د داعش ډلې د بمي او ځانمرګو بریدونو کې ۳۲۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۲۴ نور بیا ټپیان شوي دي.

راپور طالبان او بهرني ځواکونو ته د ملکي مرګ ژوبلې زیاته ګوته نېولې خو د افغان امنیتي ځواکونو کچه بیا ټیټه ښيي.

راپور دا هم ویلي، چې په هوايي بمباریو کې ۲۲۹ ملکي وګړي وژل شوي، چې یوازې بهرنیانو ته پکې دا وژنې ۶۲ منسوب شوي دي.

عزیز احمد تسل وویل “د یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره ښايي زمونږ تر راپور زیاته وي، خو مونږ له همکارو رسنیو، روغتونونو او له سیمیزو خلکو د ملکي مرګ ژوبلې کچه معلومو”.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې دې ګروپ همدا رنګه افغان حکومت ته وړاندیز کوي، چې د وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې قانون تسوید او تصویب کړي، ترڅنګ یې د ملي امنیت له شورا غوښتي، چې ژر تر ژره دې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه ملي پالیسي عملي کړي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې سي پي ای جي” د ګروپ سربیره افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی “یوناما” هم په دغه هیواد کې د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور خپروي.

“یوناما” لا د تیر میلادي کال د وروستیو درې میاشتو راپور نه دی خپور کړی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.