ذبيح الله مجاهد د زابل د څاه ته لویدلي ماشوم مړينه تاييد کړه

 

تاند: ( جمعه ، د دلوې نهه ویشتمه)‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تایيد کړه، چې د زابل ولايت هغه ۷ کلن ماشوم ، چې له څاه څخه ژوندی را ويستل شوی و، مړ شوی دی.

مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ويلي وو، چې په زابل کې څاه ته لویدلی ماشوم له ژغورل کيدو وروسته ژوندی دی او کابل ته په هلیکوپټر کې د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې زابل ته د نوموړي د ژغورلو د عملياتو لپاره د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ورغلي استازي انس حقاني د دغه ماشوم د مرګ خبر ورکړی او له دې کبله یې خواشيني څرګنده کړې ده.

نن د طالبانو دحکومت يوه وياند احمدالله وثیق وويل، چې په زابل کې يوې ژورې څاه ته لویدلی ۷ کلن ماشوم له ۹۶ ساعتونو هڅو وروسته ژغورل شوی دی.

د طالبانو د حکومت یوه ویاند احمد الله وثیق وويل، چې دغه ماشوم د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني، د زابل والي مولوي بسم‌الله عبدالله او عامو خلکو په هڅو وژغورل شو.

نوموړی زياتوي، چې روغتیاپالانو د دغه ماشوم د روغتیايي وضعیت تشخیص پیل کړی دی.

د دغه ماشوم د ژغورلو لپاره به ټولنيزو رسنيو کې پراخ کمپاين وشو، چې ورسره د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي زابل ته لاړل او له نيږدې ېې د نوموړي د ژغورلو د عملياتو څارنه کوله.

د طالب چارواکو دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.