د کډوالو لویې کمشنرۍ په پاکستان کې یو ملیون افغان کډوال راجستر کړل

 

تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري یا یو این ایچ سي آر وايي، په پاکستان کې یې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال راجستر کړي او ۴ ملیونه او ۴ لکه نور تراوسه پورې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمشنرۍ ویندوی قیصرخان افریدي د یکشنبې په ورځ د بلوچستان په چاغۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر دې پخوا په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکه و.

د ښاغلي افریدي په وینا یو این ایچ سي آر هر بېرته ستنېدونکي افغان ته ۲۰۰ امریکايي ډالره نغد ورکړي دي.

د ډېرو افغانانو په باور تر څو چې په پاکستان کې افغان کډوال په ډله ییز ډول اوسي، تر هغو د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي.

ځیني افغان کتونکي وايي، حتي که له طالبانو سره روغه هم وشي مګر افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راستانه نه شي، پاکستان ممکن د کډوالو له منځه د افغانستان د دولت او هیواد پر ضد بله وسله واله ډله جوړه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.