د کورنیو چارو وزارت وايي، اناردره له طالبانو بېرته ونیوله شوه

 

تاند- د طالبانو لاس ته د اناردرې ولسوالۍ د لوېدو د خبر له خپرېدو لږ وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا ولسوالي بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د اناردرې ولسوالۍ مرکز د یو ساعت لپاره د طالبانو لاس ته ورغی خو طالبان ورڅخه ژر بېرته وشړل شول.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نصرت رحیمي وویل، د دې لپاره چې په اناردره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ وو، طالبانو په اسانه هغه ونیوله خو بېرته وشړل شول.

رحیمي په عین حال کې وویل، سره له دې چې د ولسوالۍ مرکز له طالبانو بېرته نیول شوی، په دې ولسوالي کې لا هم جګړه روانه ده.

رحیمي ادعا کوي چې د نښتې په لړ کې تراوسه ۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.

ده همداراز وویل چې په دې جګړه کې د اناردرې د امنیه قوماندان په ګډون ۸ پولیس وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په ۲ ساعتونو کې به د اناردرې ولسوالۍ ټولې برخې له طالبانو پاکې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.