د کانکور پایلې: لومړي ۵ کسان هراتیان او غزني وال دي

 

تاند، دوهم تعقیب: یو هراتی ځوان احمد راشد د ۳۵۰ نومرو په اخیستلو د سږني کانکور اولنومره او د غزني دوه ځوانان یې دوهم او دریم نومره ګان شول.
د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې نن چهار شنبه ماسپښین د لوړو زده کړو وزارت او د کانکور ازموینو د ملي کمېټې لخوا اعلان شوې.
د پایلو له مخې د هرات اوسېدونکی احمد راشد ولد نصیر احمد د سږني کانکور اولنومره او په ۳۵۰ نومرو د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
دغه رازد غزني اوسېدونکی سید سجادحسین ولد عبدالظاهر به ۳۴۶ نومرو د سږني کانکور دویم نومره او کابل طب ته راغلی.
ورپسې په دریم لمبر کې قاسم علي ولد خادم حسین هم د غزني اوسېدونکی دی چې په ۳۴۵ نومرو د کابل اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوی دی.
سید شعیب ولد میرمحمد بیا د هرات هغه ځوان دی چې سږني کانکور کې په څلورمه درجه د ۲۴۵ نومرو په اخیستلو د کابل طب ته بریالی شوی او الهام الله ولد محمدالله بیا د ۲۴۵ نومرو په اخستلو سره د کابل اوسېدونکی دی او کابل طب پوهنځي ته بریالی اعلان شوی دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د سږني کانکور د پایلو د اعلان پر مهال خبري کنفرانس ته وینا کې وویل، سږ کال ۱۷۹ ۳۲۹ کسانو کانکور ته نوملیکنه کړې وه چې له دې منځه ۱۷۴ ۸۷۱ کسانو ازموینه ورکړې ده.
د نوموړي په خبره له دې منځه ۶۱۷۹۹ کسان لوړو زده کړو او ۷۱۸۷۷ کسان بیا خصوصي پوهنتونو ته ورکړل شوي دي.
د بالاکرزي په خبره سږني کانکور نه ۱۵۱۳۰ کسان د نیمه لوړو زده کړو دولتي ادارو ته بریالي شوي خو پاتې ۲۰ زره کسان بې نتیجې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.