د کانونو وزارت په متحده عربي اماراتو کې ۴۳ پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کړي

دآزادی راډیو

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په متحده عربي اماراتو کې ۴۳ بېلا بېلې پروژې د پانګونې لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې.

افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په نړیوال کنفرانس کې چې له بېلابېلو هېوادونو څخه په کې ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی و، ۴۳ بېلابېلې پروژې پانګونې ته وړاندې کړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پروژو کې ۱۴ یې سترې او نورې وړې پروژې دي چې بهرنیو او داخلي شرکتونو ته د رقابت له مخې په قرارداد ورکول کېږي.

ښاغلی مطفي وايي، د دغو پروژو له اعلانه هدف په افغانستان کې د پانګونې لپاره د سترو شرکتونو جلبول دي.

ده وویل:

“زموږ هدف د دې پروژو له اعلانه دا دی، کوم نړیوال شرکتونه چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، په ځانګړي توګه هغه شرکتونه چې له مالي اړخه غني دي، هغوی ته دعوت ورکړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.”

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره نرګس نهان چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، ویلي دي چې په سترو پروژو کې امریکايي، اروپايي او خلیج هېوادونو زیاته لېوالتیا ښودلې ده.
اغلې نهان ویلي دي چې شرکتونو ته به قراردادونه په شپږو میاشتو کې ورکړل شي چې د پروژو چارې یې باید د ۴ او ۶ میاشتو په منځ کې پیل شي.

پانګونې ته وړاندې شوې پروژې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دي چې د اټکل له مخې به تر راتلونکي کاله په ابتدايي سروې او استخراج یې سل میليونه ډالر ولګول شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وایي چې دغه پروژې د تېلو، ګازو، سمنټو او ډول ډول قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې دي.

په افغانستان کې د منرالونو او قیمتي ډبرو شمېر ۱۴۰۰ ډولونو ته رسېږي چې تر ټولو مهم يې د بامیانو د حاجي ګک کان، د لوګرو مس عینک، د بدخشان طلا او لاجورد، د لوګر کرومایټ، د ډبرو سکاره، وسپنه، سپین زر، سرب، مرمر، د یورانیمو منرالونه لکه یاقوت، زرمد فیروزه، مالګه او د ځینو نورو ډبرو کانونه دي.

د يو شمېر راپورونو له مخې، د افغانستان زیاتره کانونه د طالبانو او يا هم مافیايي کړیو له لوري اداره کېږي چې له امله یې افغان حکومت سلګونه میليونه ډالر له لاسه ورکوي.

که څه هم افغانستان د بېلابېلو کانونو د لرلو له امله يو غني هېواد دی، خو د ناامنیو او جګړو له امله په دغه هېواد کې د کانونو د کیندنې لپاره زیاتره شرکتونه يا زړه نه ښه کوي او يا هم داسې شرایط وړاندې کوي چې پکې د افغانستان ګټه ډېره کمه په نظر کې نیول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه بیا په دې باور ده چې افغان حکومت دې لومړی نړیوالو شرکتونو ته د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او بیا دې په نړیوالو کنفرانسونو کې پروژې اعلان کړي.

د دې خونې اجرائیه رئیس رحیم الله سمندر وايي، د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او د پروژو په قراردادونو کې سختو او پېچلو شرایطو ته په کتو ستونزمنه ده چې نړیوال شرکتونه دې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.
​ده زیاته کړه:

“لومړی دا چې دوی د کورني صنعت کار او پانګوال ستونزه نشي حلولی، پاتې شوه دا چې دوی بیا امریکايي، اروپايي او يا د ګاونډیو هېوادونو پانګوال دلته پانګونې ته وهڅوي، دوی په دې برخه کې عملي کار نه دی کړی، بلکې دا نمایشي کارونه دي چې په کنفرانسونو کې پروژې اعلان کړي.”

د ښاغلي سمندر په خبره، ناسم امنیتي وضعیت، د قراردادونو پېچلی سېستم او د پروژو په ورکړه کې سخت او اوږده مراحل هغه څه دي چې پانګوال یې په افغانستان کې له پانګونې زړه توري کړي دي.

خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي دي چې د کانونو او نورو سیمو د ساتنې لپاره د افغانستان عامه ساتندوی ځواک ګمارل کېږي او د پروژو په قراردادونو کې يې هم د اسانتیا خبره کړې ده.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.