د کانتینینټل ساتونکو ته د حمله کوونکو د موټر د نه تلاشي کېدو امر شوی و

 

تاند- د کابل د انترکانیتینټل هوټل د امنیت مرستیال مسوول وايي، د هوټل ساتونکو ته امر شوی و چې هغه موټر بې تلاشۍ پرېږدي چې یوه میاشت پخوا یې دغه هوټل ته تروریستان وروستي وو.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د کانتینینټل د امنیتي چارو د دغه مسوول څرګندونې هغه اوازې تاییدوي چې مخکې یې پر اساس ویل شوي و چې له تروریستانو سره د هوټل له منځه همکاري شوې ده.

د جنورۍ په ۲۰ د کانتینینټل هوټل په حمله کې د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول.

د هماغې ورځې د ماښام په ۷ بجې او ۲۳ دقیقې د منجمینټ (ادارې) له لوري د هوټل امنیتي مسوول ته په څو ایس ایم ایسونو (SMS) کې وویل شول چې د ۱۴-۱۴ نمبرپلېټ موټر پرېږدئ.

دا پیغامونه فرانس پریس اژانس لیدلي. دا اژانس وايي چې په وروستي (SMS) کې لیکلي شوي «لطفاً له وي آی پي (VIPS) سره مرسته وکړئ.»

د هوټل د مرستیال امنیتي مسوول بي. تاماس په وینا، وروسته څرګنده شوه چې په دغه موټر کې- چې بې تلاشۍ پاس هوټل ته وخوت- تروریستان، چاودېدونکي مواد او وسلې هوټل ته وړل شوي دي.

تاماس ته د خپل ريیس له لوري دا پیغامونه استول شوي وو.

دی وايي چې هوټل ته د موټر له رارسېدو شاوخوا یو ساعت وروسته ډزې پیل شوې.

تاماس، چې پخوا د هنګري د پوځ سرتېری و، نه غواړي بشپړ نوم یې څرګند شي. نوموړی د کابل – بلخ امنیتي شرکت له لوري ګومارل شوی دی.

تراوسه پورې د افغانستان حکومت د کابل د انترکانتینیټل هوټل د تحقیقاتو نتیجه اعلان کړې نه ده.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نصرت رحیمي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې تحقیقاتي ټیم لا هم څېړنو ته دوام ورکوي.

رحیمي وايي چې د څېړنو نتیجه به ژر اعلان شي.

د کابل – بلخ د امنیتي کمپنۍ مشر یو امریکايي تبعه دی چې مستعار نوم یې (کیني) دی او لویې څارنوالۍ له افغانستانه ممنوع الخروجه کړی دی.

تاماس وايي چې د ده مشر (کیني) ته ایس ایم ایسونه د هوټل سیل منېجر (د خرڅلاو مدیر) استولي وو.

د تاماس په وینا د هوټل سیل منېجر احمد حارث ایاب هره ورځ د یو چا د موټر د نه تلاشي کېدو په اړه امنیتي مسوول ته پیغامونه لېږل.

موټر، چې ۳ یا ۴ تروریستان یې هوټل ته راوړل، د هوټل په پارکینګ کې روغ وموندل شو او لا هم پکې وسلې او چاودېدونکي مواد پراته ول.

د کابل – بلخ امنیتي کمپنۍ، چې د جنورۍ له لومړۍ څخه یې د کانتینینټل امنیتي قرارداد واخیست، وايي چې دوی یوازې د هوټل د بهرني امنیت مسوولیت په غاړه درلود، نه د داخلي.

تاماس او مشر یې کیني تمانچې لرلې او په دوهم پوړ کې اوسېدل.

تاماس وايي، له نښو داسې ښکاري چې حمله کوونکي د هوټل له نقشې سره ښه بلد ول او د حملې پلان یې مخکې جوړ کړی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.