د کابل ښار له واټونو د پولیسو له لوري د خیمو ټولول وستایل شول

 

دآزادی راډیو

یو شمېر کابل ښاریانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې استازو او د یو شمېر سیاسي حزبونو استازو د کابل ښار له واټونو د اعتراض کوونکو د خیمو لیرې کول وستایل.

دوی د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې خلک باید هېڅکله د نورو د سیاسي اهدافو ښکار نه‎شي.

د اعتماد حزب مشر محمد امین محمدي په دې اړه داسې وویل:

“موږ ټول د یو بل په څنګ کې یو او د هغو کسانو په وړاندې یو اوسپنیز سوک یو چې د روان حالته خپل یا د خپل ګوند لپاره ګټه پورته کوي، د افغانستان دښمنان به خپلو اهدافو ته ونه‌رسېږي او د افغانستان خلک هوښیار دي.”

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د خونړۍ موټر بم حملې وروسته یو شمېر کابل ښاریانو مظاهرې او پر تاوتریخوالي د مظاهرو له اوښتو وروسته ځینو اعتراض کوونکو د کابل ښار په مهمو سیمو کې د تحصن خیمې ودرولې.
که څه هم ډېرې خیمې څو ورځې وړاندې په خپله اعتراض کوونکو ټولې کړي، خو یوه چې د شیرپور په څلور لاري کې وه د سې شنبې په شپه امنیتي ځواکونو په زوره ټوله کړه.

د «رستاخیز تغییر حرکت» ځینو غړو وویل چې پولیس پر دوی حمله وکړه خو امنیتي سرچینو له رسنیو سره داسې وېډیو خپره کړه چې د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست پولیسو ته د خیمې د ټولولو امر کوي خو وايي، هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې له وسلو سره خیمې ته ورنېږدې شي.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان بیا وايي، هېڅ‌څوک حق نه‌لري د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره نورو ته ستونزې جوړې کړي.

دیني عالم نورالحق تالقاني په دې اړه وايي:

“اسلام موږ ته د انسان دوستۍ، بشر دوستۍ او د ملي وحدت درس راکوي، بدبختانه ذهني او فکري اختلافات او بې‌منطقه ایډیالوژي زموږ په وجود کې رامنځته شوې او دا ټول اسلامي ارزښتونه مو له یاده ایستي دي.”

د مدني ټولنو ځیني استازي او قومي مشران وايي چې مظاهرې د هر وګړي حق دی، خو که څوک د مظاهرو په پلمه عامه امنیت او نظم ته زیان رسوي حکومت‌یې باید مخه ونیسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.