د کابل ښاروالي: د یخنۍ له امله هره اوونۍ تر ۱۰ معتاد کسان مړه کېږي

دآزادی راډیو

د کابل ښاروالي وايي چې د هوا له سړېدو سره سم دوی ته هره اوونۍ لږ تر لږه د لسو ناپېژاندو معتادینو او مسافرو جسدونه د خښولو لپاره سپارل کېږي.

د هوا له سړېدو سره سم معتادین خوندي ځایونو ته ځي چې له يخنۍ، واورو او باران څخه ځانونه وساتي.

د کابل ښار باغ علي مردان هغه سیمه ده چې هلته د معتادینو ګڼه ګوڼه ډېره ده، سږکال ژمي د نورو ستونزو تر څنګ سړې هوا هم د دوی ستونزې ډېرې کړي دي.

په دې ځای کې يو معتاد شیرجان نومېږي چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او په غمجن اواز وايي، کورنۍ یې د اعتیاد له امله له کوره شړلی او اوس په دې یخنۍ کې د باغ علي مردان په سیمه کې اوسېږي.
دی وایي:

“په دې څلورو دېوالونو کې پلاسټیکونه، بوجۍ او نور شیان سوځوو، ځانونه تودوو چې یخني مو و نه وهي.”

په باغ علي مردان سیمه کې په سلګونو معتادین د شخصي استوګنځایونو په منځ کې ژوند کوي، له دې معتادینو څخه یوه یې راته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې د مړو شویو معتادینو څو جسدونه لیدلي دي.

دی وایي:

“دا دوه درې ورځې مخکې دلته درې مړي پراته وو، د پولیسو موټر راغی او له دې ځایه يې یووړل. تېره ورځ هم یو معتاد په دهن چمن کي مړ شوی و .”

پولیس د ناپېژاندو معتادینو او مسافرو جسدونه عدلي طب ته سپاري او هلته تر طبي معایناتو او تکفین وروسته د خښولو لپاره د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو ریاست ته وړل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو ریاست وايي، د هوا له سړېدو سره سم د یوې اوونۍ په ترڅ کې د معتادینو لږ تر لږه پنځلس جسدونه هغوی ته سپارل کېږي.
د ښاروالۍ کارکوونکي د ناپېژاندو معتادینو جسدونه د مسافرو په هغه هدیره کې خښوي چې د شهداء صالحینو د غره په لمن کې جوړه شوې ده.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو د ریاست کارکوونکی احسان الله وايي، یوولس کاله کېږي چې په دې هدیره کې د ناپېژاندو او مسافرو مړو لپاره قبرونه کیندي.

نوموړي زیاته کړه:

“څنګه چې تاسې ګورئ، هره ورځ مې دا حال وي، قبرونه کیندم، څومره چې مې وس رسېږي، ښه قبر جوړوم. د عدلي طب امبولانس دلته جسد راوړي. ځینې جسدونه چې د جنازې لمونځ ورکړل شوی وي، راته وايي چې جنازه یې شوې ده، هغه دی چې زه يې خښوم او د چا د جنازې لمونځ چې نه وي شوی، خپله مخکې کېږم، لمونځ ورکوم او بیا یې خښوم.”

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو ریاست وايي، د مسافرو او ناپېژاندو خلکو په دې هدیره کې هغه نا اشنا جسدونه هم خښېږي چې په جګړه کې وژل شوي او خپلوان یې معلوم نه وي، موږ د هر قبر پر ځانګړې تېږه يا شناخته باندې شمېره ليکو، دا کار د دې لپاره کوو چې د مړو خپلوان زموږ سره تر اړيکو نيولو وروسته خپل مړی په اسانۍ سره پيدا کړای شي.

راپور: احمد فرید حلیمي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.